دکابل نه سوی ساندی پورته کيږی
بلبلانو خولی پټئ توتيان چيغيږی
داميدډيوی می مړاوی لويه خدايه
دزړګی وينی می بيا نن راټوکيږی
بوراګان می وزرماتی نن پړکيږی
دسهارسپيدی به که له سباکيږی
دسروګلوغوټی بياخزان وه هلی
زماجانان جانان وطن په اورسوځيږی
دقدرت ليونو بياېي خرسه کړی
جلادانو زړګی که له پريخږی
وای يوڅه که وی نورڅه نه پوېيږم
پشتنودسر سودا که له شرميږی
دغرورشملی می ټيټی بی غيرتو
دمحبوب وطن سولګی زړه می درزيږی
لويه خدای ليونی پشتانه چيری
له ميونده توردودونه پورته کيږی
ننګ وپت ترانی ورکی له وطنه
نامردان نن و پردی ډول ته ګډيږی
ټول وطن شهيدشهيد شرم خووکی
خوشحال خان زموږله حاله نن ځوريږی
تشی ناری دملی وحدت ای وروڼو
شهزادګی می په سرووينو کی لمبيږی
زماياغی پشتنو وروڼو رابيدارسی
شهزادګان می وژی تږی نن کړيږی
زه الکوزی دی جارسم زمامحبوبی
پشتانه به خدای که له سړيکيږی
په درناوی منان الکوزی کوټه
وروستي