ترانه

نن وينی وينی ژاړی بلبلان ای ميړانو
راويش سی پشتنو
هرخوادمر ګ سولګی دی سی يومټئ غرنو
راويش سی پشتنو
کفن کفن وطنه زه دی جارسم له غروره
په خپل حسن مغروره
ډيوی دعلم خپل کی سی لشکر په اتڼو
راويش سی پشتنو
بهاربهارځوانئ می دمرګی ناورين وهلی
په سره اوردی سوځلی
سمسوردزړه په وينو کی ګلزار ای ليو نو
راويش سی پشتنو
بس پريږدی توفيرونه سره يوسی ننګياليانو
ددنګوغروبازانو
دجنګ ټغردی ټول وی منځ سی پرګا نو
راويش سی پشتنو
زماپشتون جانانه خدای دی تا لری ودانه
زما دزړګی توانه
شمله دلراوبر ېي ستا تاريخ په اسما نو
راويش سی پشتنو
الکوزی به ليکم دخوژمن زړګی سندری
خوژی لکه شکری
هربيت دازادی نا ری وهی په وطنو
راويش سی پشتنو
 
داشعرحبيب کامران ته په سويډن کی ظاهرانګارته په خوست کی ډالۍ کوم
 
منان الکوزی کوټه په درناوی