پاکستان سره په اړیکو کې وضاحت

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د خپلې ولسمشرۍ په موده کې د هیواد د بقا او ښه راتلونکي لپاره ډېر ګټور کارونه وکړل چې ټول یې د افغانانو لپاره د منلو او د ستایلو وړ دي. یو هم تر ټولو لوی کار د افغانستان د اوبو مهارول او له ګاونډیانو څخه د هغو راګرځول دي. وطن یې د پاکستان له احتیاج او انحصار خلاص کړ، بندونه یې جوړ کړل، ترانزیتي لارې یې پرانیستې د دې او داسې نورو ډېرو کارونو له امله یې د افغانانو په زړونو کې ځای پیدا کړ او یو ځل بیا یې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې له ښاغلي غني څخه ملاتړ اعلان کړ.

ولسمشر غني له پاکستان سره په مناسباتو کې وضاحت راوست، د تېرو واکمنو غوندې یې محافظه کاري اختیار نه کړه، بلکې په جرئت یې ورته وویل چې نااعلان شوی جنګ ودروه او د ترهګرو له تمویل او ملاتړ لاس واخله. د پاکستان صادرات او سوداګري له افغانستان او منځنۍ اسیا سره په مراتبو راکمه کړې. په دې سره پاکستاني تاجران هم خپل حکومت ته په غوصه دي او له خپل حکومت څخه یې هیله هم همدا ده چې له افغانستان سره خپلې اړیکې ښې کړي. که چېرته مونږ ورسره خپلې اړیکې ښې نه کړو دا د افغانستان نه، بلکې د پاکستان په تاوان دي. مالونه مو په فابرېکو کې خراب شول هیواد مو له افغاني وچو او تازه مېوو ترکارۍ او همدارنګه نور افغاني توکو چې هیواد ته مو صادرول هغه ټول پر مونږه ودرېدل.

پاکستان هېڅکله هم د افغانستان خیر ندی غوښتی او د افغانستان پر ورانولو نه یوازې خوشالېږي، بلکې دېته یې کار ویلی او د همدې لپاره جنګي او تروریستي ډلې تمویلوي. افغان حکومت به تر دې پخوا د پاکستان پر وړاندې خپل غږ نشو اوچتولی او پاکستان حکومت به تل ورته دا ګواښ کولو که چېرته مو خپل غږ اوچت کړ، پر تاسو به اوړه، سېمنټ، اوسپنه،غوړي او نور هغه ټول توکي چې له پاکستان څخه خپل هیواد ته واردوي هغه ټول به پر تاسو بند کړو. چې افغان حکومت به یې په ځواب کې غلی پاتې شو.

ولسمشر غني د خپلې ولسمشرۍ په موده کې نه یوازې له اقتصادي او سوداګریز پلوه پاکستان ته صدمه ورسوله، بلکې په سیاسي لحاظ یې هم هغه په نړیواله کچه منزوي کړ. د دوی دویم مخ یانې د ترهګرۍ تولید یې ټولې نړۍ ته رسوا کړ او دا مهال پاکستان تر سختو فشارونو لاندې دی.

افغان سوداګر اوس دېته ترجېح ورکوي چې د پاکستان پر ځای د سیمې نورو بازارونو ته مخه کړي. چې په دې سره به افغاني توکي په نړۍ والو بازارونو کې د افغانستان په نوم یادېږي. او د نړۍ د هر هیواد تاجران به له افغان تاجرانو دا غوښتنه وکړي چې له مونږ سره دې هم خپله سوداګري پرانیزي. چې دا د افغان تاجرانو لپاره د ویاړ ځای دی.

افغانستان اوس په سوادکریزه راکړه ورکړه کې پر پاکستان اتکا نه لري. او د سیمې هیوادونو بازارونو ته د ولسمشر غني له برکته لاسرسی پيدا کړ. چې د چابهار او لاجورد له لارې یې د ترکیې، هند او اروپا بازارنو ته نېغ په نېغه لاسرسی پیدا کړ. او د خپل هیواد نوم یې په کمه موده کې وځلاو.