مړ هم زه یم، پړ هم زه یم

که څه هم دڅو ورځو راپه دیخوا په کوزه پښتونخوا کې دپي ټي ام غورځنګ ځینو غړو دپښتنو دحقه حقوقو څخه دملاتړ په تړاو قربانیانی ورکړی، چې دغه کار پاکستان پښتون میشته سیمو کې خلک راپارولي، او دغه لړۍ روانه ده،له بلی خوا دپاکستان دپنجاب اداری بیا دپښتنو دترور په هکله خپلی تکتیکي چاری په کار اچولي، چې له امله یې پښتانه ورځ تر بلی قربانیانی ورکوي.

رابه شم اصلي موخی ته! دا چې لر او برپښتون بیوسه او دنیابتي جګړی ښکار دی، تر کومه!

تیره ورځ دهلمند په سنګین ولسوالی کې دړندو بمباریو له امله تقریبا ۱۶بیګناه ولسي کسان شهیدان شول، اخر تر کومه!

دافغانستان اوسنی حکومت په دغه برخه کې پاتې راغلی...
که څه هم څو ورځی دمخه ښاغلي اشرف غني او ځینو نورو ملګرو یئ دټویټر له لیاری په کوزه پښتونخوا کې دملاتړ په پار یو ټویټ وکړو، شاید دغه ټویټ دکوزی پښتونخوا دپي ټي ام غړو مورال لوړ کړی وي، خومتاسفانه بیرته دپنجاب تورمخی اداری دپښتنو بیا ځورول شروع کړل او آن ځینی افغان مهاجرینو ته د بیا ځلي شکنجو ورکولو سبب شو.

همدغه شان له بل پلوه دافغانستان پښتون میشته سیمو کې دحکومت او ګډو ځواکونو دړندو بمباریو او ناسمو کوردیناتو له امله بیا هم مظلوم بیګناه ولس قرباني کیږي، ددې ګناه دچا پر غاړی ده!

اوسنی حکومت په امنیتي سکتور او سیاسي ډګر کې پاتې راغلی، چې ورځ تر بله دمظلومو افغانانو دقربانۍ کچه زیاتیږي، چې لامل یې یواځې سرزوري په ډاګه کوي.
دحل لیاره یئ داده چې اوسنی حکومت باید له هر اړخه چې څومره زر کیږي ځان دسولی لپاره چمتو کړي، ولو که په هر ځای کې وي، لومړی دې بین الافغاني مذاکراتو ته غیر انحصاري افغان شموله ټیمونه جوړ کړي، بیا دې بین الافغاني مذاکرات وکړي، تر څو دامنیتي او ملکي وګړو دشهیدانیدلو او نیابتي جګړی مخه پر خپل وخت ونیول شي...
او که چیرې دجګړی غزیدا غواړي، نو دواړه خواوی له ملکیانو سره دبدمرغه جګړی قربانیان دي، چې دغه کار دحکومت په ناسم مدیریت باندی دلالت کوي او دبې ګناه افغانانو دازار څخه به خدای جل جلاله ته څه ځواب ووايی.

دیو سرلوړي خپلواک اوپرمختللي افغانستان په هیله.