منظومی خبری


ځمکه سوځیږي
باران اوریږي
داطبعیت دی
نړۍ تاویږي
مونږ هم تاویږو
جهان دی داسی
دورور په وینو
افغان دی داسی
چې توراوسپین وي
باران دې تل وي
هیڅ باک یې نشته
جهان دی تل وي
بیا نوی لوبه
بیا تکراریږي
په نوم افغانه!
پلان جوړیږي
ولی ویده یې!
ته هم انسان یی
بیا په تاریخ کې
په نوم افغان یی
سوال درته کومه
ځان رابیدار کړه
اوس لږ هوسا یی
اوس ځان هوښیار کړه
همدا دې وخت دی
فکر په کار کړه
دی نوی لوبی ته
ځان ښه تیار کړه
تیر راپه یاد کړه
دلته تکرار شول
بچي دی خپل ول
چیرته په دار شول
جنګ تحمیل شوی
افغانستان کې
نړۍ جوړیږي
دې تا داستان کې
ته دې سوځیږی
داور لمبو کې
هغوی دې تل وي
یخو اوبو کې
کیسه کړه نوی
دازوړ داستان کې
بیابه شئ پاتی
ګوره ارمان کې
خپل دې راخپل کړه
پردي نه خپلیږي
داحقیقت دی
دنیا تاویږي.
۱۵/۱۰/۱۹۹۵