منظور پښتین د ذرې ذرې حساب غواړي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ښاغلی منظور پښتين د پاکستان حکومت ته وایي، چې که زموږ سوله ییزې، قانوني، حقوقي او انساني غوښتنې مو ونه منلې، نو د ذرې ذرې حساب به ورکوئ. دا لومړی ځل ندی چې تاسو داسې ناوړه کړنې تر سره کوئ. له کله نه چې پاکستان ازادي اخیستې ده د پښتنو په ژوند یې لوبې کړي او پښتون یې په ځواب کې غلی پاتې شوی دی، خو اوس د دې وخت رارسېدلی چې د ټولو حساب ورکړئ. نن مو پښتون قوم په ارامه نه پرېږدي.
 
سره له دې چې د پاکستان حکومت د خپلو ظلمونو او وحشتونو د توجیه او د عامه اذهانو د غلطولو لپاره بېلابېل تعبیرونه کوي، مګر له تېر یو کال راهیسې یې د ټولو هلو ځلوباوجود هم د نقیب الله مسید په اړه داسې معلومات او اسناد وړاندې نه کړل چې هغه دې ګناه ګار ثابت کړي. د نقیب الله مسید وژنې ته پاکستان حکومت د ترهګرۍ، وسلو او باروتو په تور  داسې د دروغو دوسیه جوړه کړې وه، چې دی ګناه ګار ثابت کړي. خو د منظور پښتین هلو ځلو د پاکستان حکومت یې دروغجن ثابت کړ. چې په دې کار سره یې نړۍ والو ته د پاکستان اعتبار نور هم خراب کړ.
 
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ښاغلی منظور احمد پښتین پر لر او بر پښتنو باندې دا غږ وکړ چې مونږ باید خپل حق له پاکستان څخه وغواړو او هغه ظلمونه یې چې پر مونږه کړي دي د هغو حساب ترې وغواړو. ښاغلي پښتین وویل که چېرته مونږه نن هم چوپه خوله کېنو د پاکستان حکومت به مو تل په داسې وحشتناک ډول وژني، نو په کار دی چې همدا نن له پاکستاني حکومت څخه خپل حق وغواړو.
 
پاکستان لکه د پښتنو ازلي دښمن چې وي، د ډیورنډ دواړو غاړو ته پراته پښتانه یې لومړی په جبري ډول سره بېل کړل، بیا یې د دوی په کلیو او سیمو کې د ترهګرۍ ځالې جوړې کړې. هلته یې تروریستان وروزول او د هغوی له لارې یې وحشتونه ترسره کړل، وروسته بیا د همغو ترهګرو د ځپلو په پلمه پنجاب پوځ د پښتنو سیمو ته ورغی او قبایلي مشران یې ترور کړل، بې عزته یې کړل، شکنجه یې کړل او سخت یې وځورول او دغه د وحشتونو لړۍ همدا تېرکال د پښتون ژغورنې غورځنګ له پیلیدا دمخه مودې پورې ښه په درز کې روانه وه.
 
سږکال یې په یوه تازه جنایت کې د یاد غورځنګ مخکښ مبارز ارمانی لوڼی شهید کړ. د ارمان لوڼي له وژنې وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ لاریونونو ته زور ورکړی، دوی د ارمان لوڼي قاتلان غواړي. او د پاکستان حکومت ته یې دا اخطار ورکړی چې ژر تر ژره باید د ارمان لوڼي قاتلان په ګوتو  ورکړي.
 
 د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي، منیه وال او پلویان د لوڼي په شهادت سخت خواشیني شوي دي او دوی د خپل دغه مبارز ملګري په حق کې د عدالت غوښتنه کوي. دوی وایي تر هغو چې عدالت ونشي، نو دوی به په کرار نه کېني. پاکستان باید دوی ته معقول ځواب ووایي.