مسېج (لنډه کیسه)

له کورواله وروسته مې د ستړیا احساس کاوه، تر بړستن مې غېږ چاپېره کړه، پړ مخې اوږد وغځېدم، مېرمن مې په ویښتو کې ګوتې وهلې، په وجود کې مې خوند غځونې کوې، پورته شوه، له چایو څخه یې پیاله ډکه کړه، بېرته مې له څنګ سره کېناسته، زما له ګوتو کې ټکونه ایستل، کیسه یې راته کاوه، ما ښه ـ ښه ورته کول، خوند مې ورڅخه اخیست، خوب ورغی، په څنګ کې مې ړنګ شوه، لاس یې رانه تاو کړ، ویده شوه. کړنګ شو، موبایل ته مې مسېج راغی، لاس مې وراوږد کړ، د سکرین رڼا مې د سترګو ځير پیکه کړ، یوه شېبه مې سترګې پټې کړې وروسته مې په نیم‌کښو سترګو مسېنجر له نظره تېر کړ، نظیفه راویښه شوه، ما د موبایل په سکرین کې سترګې ګنډلې وې، ژر ـ ژر مې په دواړو بټو ګوتو د کیبورد تنۍ کېکاږلې، لاس یې رانه لرې کړ، په یوه او بل اړخ اوښته، ما لا مسېج کاوه، یوه شېبه غلې وه، زړه یې طاقت ونه کړ، پورته شوه له اوبو څخه یې ګیلاس ډک کړ، نه پوهېږم؟ په څو دمو یې وڅښکلو، پوهېدم، تږې نه وه، زه یې پوهولم چې ویښه یم، بېرته راغله، په بړستن کې پټه شوه، ورو یې راته وویل:
"مخ راواړه وه"

ورغبرګه مې کړه:
"ودرېږه! "
یوه شېبه غلې وه بیا یې کړل:
"خبره درته کوم دې خوا ګوره"
موبایل مې له څنګ سره کېښود، ورمېږ مې ورتاو کړ زیاته مې کړه:
"څه وایې ژر ـ ژر راته ووایه"
دې ورو وویل:
"زما خبره اوږده ده ته راته غوږ شه زه یې درته کوم"
ما کړل:
"ښه بیا به یې ګهیځ راته وکړې"

نظیفې هېڅ ونه ویل، غلې وشوه، مخ یې په په بړستن کې تاو کړ، کله به په یوه اړخ کله به بل اوښته، هېڅ مې ځان ورباندې نه پوهاوه، ښه پوهېدم چې ناراحته ده. یو دم مې د ملګري په پوسټ سترګې ولګېدې لیکلي یې و:

"ښځه هره څه زغملی شي؛ خو یوه دقیقه خپل... "
زه په چټ ګرم راغلی وم، ماته اوس دا دومره مهمه نه وه، هو؛ یو وخت مې چېرته لوستی و (ښځه د ښځې لپاره دروخ ده) همداسې غلی شوم له ځانه سره مې وویل:
"که اسما‌ء درک درلودی مسېج به یې نه کاوه"

اسماء خبره راسره وغځوله، ماته یې خوند راکاوه، هېڅ خبره نه وه، خوشي چټي خبرې مو کوې، زه یې اوس په اړه بېتفاوته وم، نه مې هغه پخوانۍ مینه ورسره وه، هسې مې عادت ورسره کړی و له اسماء نه پوهېدم؟ څه احساس به یې کاوه؟

زما هغه پخواني احساسات یې په جوش راوستل، سترګې مې سرې ـ سرې وې، له نظیفې مې پښه تاو کړې وه، داسې حس مې کاوه ته وا له اسما سره په څنګ کې پروت یم. هو؛ ریښتیا شپې درېیمه برخه پیل کړې وه، کړکۍ مې له نظره تېره کړه، ستورو سترګکونه وهل، موبایل مې چارچ خلاص کړ، پورته شوم، په کوټه کې دېخوا ـ ها خوا وګرځېدم، چارجر مې پیدا نه کړ، ګروپ مې روښانه کړ، د نظیفې په شونډو مې سترګې ولګېدې، وینې پرې وچې شوې وې، هغې عادت درلود، کله به چې قار ورغی، بیا به یې له بې وسۍ شونډې چیچې یا به یې په ځان خولې لګوې، کله ـ کله به یې ویښته شکول؛ خو زما او د اسماء خبره په همدې ځای کې کې نیمګړی پاتې شوې وه، هغه راته ویلي و:
"که زه چېرې هلک وای ته به مې دسې او هسې کړای وای"

دومره یې په جوش راوستی وم چې وجود مې بخار کاوه، چارجر مې پیدا نه کړ، په نظیفه مې غږ وکړ:
"نظیفې! نظیفې! "

هغه ویده شوې وه، بیا مې په ولې لاس ورکېښود، ورو مې ولړزه وه، راته وبنګېده:
"ویده شه ګیهځ دی"
ما ځواب ورکړ:
"چارجر چېرته؟"
دې ورو وویل:
"نه مې دی لیدلی"
یوه شېبه غلې وه، وروسته یې کړل:
"ضرور دې په کار دی؟"
کړل مې:

"هو"
پورته شوه، په خوبولو سترګو ړنګه ـ بنګه کېده، جګ ته یې لاس وراوږد کړ، له اوبو یې پیاله ډکه کړه، سترګې یې وغړولې، کالي یې لټ په لټ کړل، وروسته یې چارجر پیدا کړ، راته یې ونیو:

"واخله! "
چارجر مې په ساکېته کې بند کړ، موبایل مې روښانه کړ، مسېج مې ورته وکړ، هغه ویده شوې وه، د ملګري د هماغه پوست درې ساعت وتلي و:
"ښځه هره څه زغملی شي؛ خو یوه دقیقه خپل خاوند د... "
غلې وه، وروسته یې بیا راته کړل:
"له چا سره غږېدې؟"
ما ځواب نه ورکاوه لاس یې رانه تاو کړ، ورو یې راته وویل:
"ووایه خیره له چا سره دې مسېج کاوه"

غوښتل یې بیا رانه پوښتنه وکړه، ځان مې په قار کړ، پورته شوم، په مخ مې څپېړه ورکړه، ځای مې ورنه جدا کړ، بله بړستن مې را واخیست د کوټې په بر سر کې ویده شوم، موبایل مې راواخیست، فیسبوک کې بیا انلاین شوم، اسماء ویده وه، دې ته مې نور قار راغی له ځانه سره مې وویل:

"که یې بېګا چارجر سم ځای اېښی وئ اوس به مې هم ورسره مسېج کوی"
غلی شوم، زړه مې طاقت ونه کړ، پورته شوم، ساکېټه مې راکش کړه، موبایل مې چارجر ته کېښود، په مخ مې بړستن کش کړه، د نظیفې سلګې مې تر غوږ ـ غوږ کېدې، بېرته مې بړستن له مخ لرې کړه، په لوړ اواز مې ورته وویل:

"بس!!! که دا مردار غږ دې نه ورکوې چې په خېټه کې دې در وخېژم"
نه غلې کېده، یو دم پورته شوم، سوکونو ته مې واچوله، ښه مې سوکې په نوکي کړه، بېرته راغلم، ویده شوم، په ذهن کې مې د ملګري هغه خبرې ګرځېدې ـ راګرځېدې:
"ښځه هره څه زغملی شي؛ خو یوه دقیقه خپل خاوند د بلې ښځې نږدې نشي زغملی"
ویده شوم، په خپلو کړنو پښېمانه غوندې وم، په خوب کې مې ژړلي، ژړلي، ژړلي دومره مې ژړلي و کله چې ویښ شوم بالښت مې په اوښکو لوند و، د خپګان احساس مې کاوه، خوب ته مې چورت وړی وم، نظیفه مې له نظره تېره کړه، لوڅه ـ پوڅه وچې شونډې پرته وه، په خپل شوي مسېج پښېمانه شوم، په دې فکر کې وم چې نظیفه ویښه شي په څه رقم بښنه ورنه وغواړم؟؟؟

هېڅ بهانه نه راجوړېده، پوهېدم چې ورته داسې ملامت وم لکه خدای ته چې سړی ملامت وي بیا مې موبایل ته لاس وراوږد کړ، د ملګري په هماغه پوست ځینو کسانو د ستاینې څرګندونې کړې وې.
پای