
د افغانستان اسلامي جمهوريت
د سيمه ايزه ارګانونوخپلواكه اداره
د خوست ولايت مقام
مطبوعاتي دفتر
د ګربزو د بوریخیلو او نصرالدین قوم مشران :
موږ غولیدلي یو ، او هیڅکله به د بیا ځل لپاره دخپلو وروڼو قومونوپه منځ کې ورته شخړې ونه کړو.
دغه څرګندونې نن ورځ د خوست په دولتي میلمستون کې وروسته له ډیرو خبرو اترو څخه د ګربزو لکه هر یوه بوریخیل او نصرالدین قوم مشرانو د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې په ډاګه کړې.
راټولیدنه نن سهار مهال د دې ولایت په دولتي میلمستون کې ترسره شوه ، چې په کې خوست والي عبدالجبارنعیمي ، امنیه قوماندان مل پآسوال عبدالحکیم اسحاق زي ، دملي امنیت ریس عطامحمد ، د شخړو هواري کمیسیون غړو ، د ګربزو ولسوال محمداکبرځدراڼ ، د سرحدي پولیسو قوماندان المرګل منګل او یو شمیر د نورو قومونو څخه راغلو مشرانو ګډون درلود.
د راټولیدنې مشرانو تصمیم ونیوه ، چې د هرې قبیلې څخه راغلو مشرانو سره به لومړۍ په جلا، جلا توګه خبرې اترې کوو. او وروسته له موافقې به یو ځایي ناسته ترسره کړو.
لومړۍ د نصرالدین قوم له استازیو سره ناسته وشوه .
په سر کې د مولوي اظهارالدین له لوري د پاک قرآن مبارک آیتونه تلاوت شول.ورپسې خوست والي عبدالجبارنعیمي خبرې وکړې: ده وویل : ستاسو او ستاسو د هغه نورو وروڼو تر منځ چې کله هم یاده پیښه رامنځته شوه ، نو موږ په پلازمینه کابل کې د سولې ، ملي او مشورتي جرګه کې ګډون درلود او هلته په دې بوخت وو، چې څنګه کولای شو ، نور په دې هیواد کې افغانان د جنګونو او بې اتفاقیو څخه خلاصون ومومي او اولادونه یې د هغه شته حق له مخې د ټوپک په ځای قلم او کتاب په لاس کې واخلي. خو له بده مرغه په دې وخت کې ستاسو د وروڼو قومونو تر منځ د ځمکې پر سر په خپلو کې وسلواله نښته رامنځته کړه. چې ل
ه شک پرته ډیر زیات ېې د خفګان څخه برخمن کړو.
والي نعیمي یادو مشرانو ته وویل ، موږ دلته له نیکه مرغه ښه دودونه ، رواجونه ، عنعنات او حتا ډیر ویاړلی تاریخ لرو ، نو آخر ولې تاسو وروڼه قومونه په خپلو کې د ځمکې پر سر په خپلو کې سره جنګ او جګړې کوۍ. ده وویل موږ باید په خپلو ځانونو قرآني احکام تطبیق کړو ، خپل اولادونه د ټوپک پرځای په علم سمبال کړو ، تر څو دونیا او آخرت مو کامیابه او سرلوړی وي.
خوست والي عبدالجبارنعیمي زیاته کړه ، دلته دخدمت کولو په هوډ راغلی یم او دا مې له خپل خدای ج سره کلکه ژمنه کړي ده ، چې چېرې هم ملي ، ولسي او دیني ګټې مو په خاطر کې وي ، په هیڅ صورت سره غلی نه شم پاتې کیدلای. ده دا هم ورزیاته کړله چې د دولتي ادارو تخریب او توهینول هم ورته د زغملو وړ نه دي.ځکه چې دده په خبره دولتي ادارې شپه او ورځ د دې په فکر کې دي ، چې خپلو ولسونو ته ښه او لازم خدمات وړاندې کړي.عبدالجبارنعیمي دا هم وویل ، چې که خدای مکړه کومه اداره او مسوولین یې په دې تور وپیژني ، چې ولس ته بې ځایه سرګردانې ورکوي او قانوني کار یې ورځنډوي نو له شک پرته چې د Ø
�ختې سزا ورکولو په موخه به يې د قانون منګولو ته وسپاري.
والي عبدالجبارنعیمي په خپلو خبرو کې وویل ،چې زه په خپلو قومي مشرانو او عالمانو باور لرم ، او د دوی ټولې هغه مشورې به اخلم او د عمل د جامې په وراغوستلو کې به یې هلې ځلې کوم ، چې د دې ولایت او قومونو په ګټه او خیر تمامیږي. او له دوی ټولو مننه کوم ، چې له موږ سره ېې هر وخت د خیر او برکت په کارونو کې مټې رانغښتي او خپل کوښښونه یې تر سره کړي دي.
والي عبدالجبارنعیمي د نصرالدین قوم مشرانو ته وویل غواړو له تاسو سره نن ورځ په ښکاره خبرې اترې وکړو او مشکلو ته د حل لاره پیدا او عملي کړو.تر څو نور د دې ولایت په هره ولسوالۍ او سیمه کې د وروروالۍ ، سولې ، مینې ، محبت او سرلوړۍ ژوند ولرو.او د جنګونو او دښمنیو فضا له منځه یوسو.
وروسته د ګربزو ولسوال محمداکبر ځدراڼ ، د شخړو د هواري کمیسیون مشر قانون ګل ،قومي مشر حاجي ناظم ځدراڼ ، قومي مشر قادر منګل او نورو په وار سره خپل ، خپل نظرونه ، وړاندیزونه او حل لارې وړاندیز کړې. او په دې یې ټينګار وکړ، چې نور باید یاده شخړه او لانجه چې د دوو وروڼو قومونو تر منځ شتون لري ،پای ومومي.
وروسته د بیا لپاره دوهمه ناسته د ګربزو د بوریخیلو قوم مشرانو تر منځ وشوه ، هغوی ته هم خوست والي عبدالجبارنعیمي او یادو قومي مشرانو ډول ، ډول سپارښتنې وکړې او د دوی تر منځ یې جنګ او لانجې کول یو شیطانې او شومه عمل وباله . او له دوی یې وغوښتل چې د وړاندیز شوي طرحې تایید او لاسلیک وکړي.تر څو نور یاده نامشروع شخړه پای ته ورسیږي.
خوست والي عبدالجبارنعیمي دوی ته په خپلو خبرو کې وویل ، زه دقومي مشر او دیني عالم دومره قدر او درناوی لرم، چې وایم د خپل سر د پاسه مې ورته ځای ورکړی وای ، خو له قومي مشرانو او دیني عالمانو هم غوښتنه کوم ، چې دوی هم راسره د اسلام د مبارک دین ، د ولسي او ملي ګټو په لاره نور هم پیاوړي قدمونه واخلي.تر څو زموږ ځوان نسل د تباه هۍ له لوري څخه د روښانه راتلونکي په لوري بوزو.والي نعیمي وویل زه د هغو ټولو مشرانو او عالمانو څخه قدرداني کوم ، چې د بوریخیلو او نصرالدین قبیلو تر منځ یې دشخړې پرمهال دسولې او آرامۍ په خاطر قرباني ورکړي ده او هلته یې ځانونه ورسولي دي.
ورپسې حاجي ناظم ځدراڼ دقومونو ترمنځ دشته شخړو په هواري کې د قومونو په مشرانو او دیني علمااکرامو غږ وکړ، چې راشي ، د خوست والي او ولایتي ادارې سره د قومونو تر منځ په شخړو او لانجو کې خپل اسلامي او وطني مسوولیتونه ادا کړي . دده په خبره چې دا ولس او دا وطن راباندې حق لري. او موږ ټولو ته بایده دي ، چې حق یې ور په ځای کړو.
د بوریخیلو د قوم په استازیتوب څارنوال مستامیر خوست والي ، دشخړو هواري کمیسیون او مشرانو ته ډاډ ورکړ ، چې ستاسو هر ډول پریکړې ته هرکلی وایو او راته د منلو او تایید وړ ده او وي به .
وروسته د دواړو خواوو څخه په هغه کاغذلیک باندې ګوتې ولګول شوې، چې د دواړو قبیلو
په خوښه او رضایت سره لیکل شوی او بیا ورته د ولسوال محمداکبر ځدراڼ له خوا په لوړ اواز سره ولوستل شو. او دواړو خواوو تایید کړ او په دې يې په قسم او سوګند سره موافقه وکړه ، چې ورته د زړه له کومې به دمنلو وړ وي او نوربه د بیا ځل لپاره ورته مشکلات نه تکراریږي.
له دې وروسته خوست والي عبدالجبارنعیمي ، د شخړو کمیسیون مشر او غړي ، سرحدي پولیسو قوماندان آلمرګل منګل ، ولسوال اکبرځدراڼ ، قومي مشر حاجي ناظم ځدراڼ، قومي مشر قادر منګل ، د نړیوالو ، سیمه ایزو او ځایي رسنیو مسوولینو ، خبریالانو او د ګربزو د قوم دواړو قبیلو هرې یوې نصرالدین او بوریخیلو مشران د نوموړي پریکړې او موافقې په اړوند مطبوعاتي کنفرانس ورکړ.
په سر کې خوست والي عبدالجبارنعیمي ژورنالستانو ته د دواړو قبیلو تر منځ د شته شخړې او لانجې په اړوند مالومات ورکړل او له هغې وروسته یې په خوست کې د قومونو تر منځ د ځمکو پر سر د راپورته شویو شخړو او دعوو په اړه د خپله اړخه د خفګان څرګندونې وکړې ، ده وویل په ډير تاسف سره چې دلته ټول د یوې ژبې ، یوه کلتور او یوه دین پیرو ان ولسونه اوسیږي ، خو ولې بیا هم د ځمکو او غرونو پر سر په خپلو کې سره شخړې کوي . چې وخت ناوخت یادې شخړې د سر په بیعه تمامیږي.
والي نعیمي وویل د یادو شخړو د هواري په موخه یې د څو میاشتو راپدیخوا یو باصلاحیته کمیسیون ټاکلی ، چې له نیکه مرغه یو څه اندازه پرمختګونه هم لري ، ده هیله وښوده ، چې د ولایت د نظارت لاندې به نوموړی کمیسیون د ولسي بااحساسه مشرانو په حمایت او همکارۍ سره په دې ولایت کې په شته شخړو کې بریالی وخیږي.
خوست والي وویل ، نن دخوشالۍ ځای دی ، چې یوه داسې ناسته ترسره کوو، چې په کې د څوکالونو راهیسې د بوریخیلو او نصرالدین قومونو تر منځ شته لانجه او خشونت چې تر دا اوسه یې دوام درلود، د پای ټکی ایښودل کیږي.
خوست والي وویل موږ په دې وطن کې سوله ، وروروالي ، دوستي ، یوالی ، مینه او محبت غواړو . تر څو موږ دلته سوله ولرو ، او د سولې په پایله کې د ولسونو هر ډول ستونزې له منځه یوړل شي ، پرمختګونه رامنځ ته شي او نوی ځوان نسل مو د علم په ښایسته او قیمتي ګڼه سمبال شي. او په داسې روحیه وروزل شي ، چې بیا په هیڅ صورت یو د بل په مقابل کې ټوپک سره راپورته نه کړي ، بلکې د قلم او خولې له لارې سره استدلال وکړي او د هر نوع ستونزو مخه په خپله ونیسي. ده وویل موږ پوره هڅه کوو ، چې په دې لاره کې هر ډول خنډونه له منځه یوسو.
والي عبدالجبارنعیمي زیاته کړه ، له ډیرو خبرو اترو وروسته د دواړو قومونو مشران په دې سره سلا شول ، چې حقوقي موضوعات به سره د دود ، دستور ، رواج ، جرګو ، مرکو او قوانینو په رڼا کې سره د تفاهم له لارې حل کوي او اوس مهال به لاس په لاس په غرونو او مورچو کې ناست وسلوال کسان راکوزوي . خوست والي زیاته کړه ، دوی تعهد وکړ، چې په پوره اخلاص او ایماندارۍ سره به نوموړي موافقې او پریکړې ته وفاداره ووسي.
ورپسې د بوریخیلو د قومو مشرانو په استازیتوب څارنوال مستامیر خبرې وکړې. مستامیر وویل ، موږ نن ډیر د خوشالۍ احساس کوو، چې په ولایت کې مو رښتینی ، نوښتګر او زړه سواند والي شتون لري ، ده له خوست والي ، د شخړو کمیسیون غړو، ولسوال ، د سرحدي پولیسو قوماندان او قومي مشرانو هلې ځلې او هڅې وستایلې ا وترې مننه یې وکړه .
مستامیر وویل ، موږ سخت غولیدلي یو ، چې د یوه وطن ، یوه ولایت او بالاخره یوه قوم ته منسوبو خلکو په خپلو کې سره شخړې وکړې او یو بل ته مو له بده مرغه ځاني او مالي تلفات واړول .ده په دې اعتراف وکړ، چې دادې ګربزو دقوم او بیا د ټول ولایت لپاره ستره بدبختې وه .
ده د خپله اړخه ژمنه په ډاګه کړه ، چې له دې وروسته به دعوې د ټوپک په ځای د تفاهم ، قوانینو ، جرګو او مرکو له لارې حل کوو. ده بیا هم په وار ، وار سره دغه خبره تکرار کړه ،چې موږ یو وجود، یوه وینه یو او هر ډول خفګان او خوشالي مو سره شریک دي ، نو موږ باید داسې نه وای کړي ، لکه چې پیښ شول .
مستامیر د دې ولایت په نورو قومونو هم غږ وکړ، چې هر ډول شخړه او دعوه کیدلای شي، چې د جنګ او ټوپک په ځای په خبرو اترو او خوشالۍ سره حل شي، نو دده په خبره چې جنګ او شخړه پرته له ورانۍ او بدبختیو څخه بله هیڅ مثبته لاسته راوړنه نه لري. ده خوست والي ته ډاډ ورکړ، چې د ولایت د نورو قومونو تر منځ د شته شخړو په هواري کې به هم درسره مرسته او کومک کوو.
ورپسې د نصرالدین قوم په استازیتوب اصل میر خبرې وکړې ، ده وویل موږ د خوست والي ، د شخړو کمیسیون او قومي مشرانو څخه ډیره مننه کوو، چې زموږ تر منځ يې بعض او کینه په خپلو بااحساسو هلو ځلو له منځه یوړل . او دا دی نن ورځ مو یو بل ته وروسته له څلورو میاشتو څخه غیږې سره وربدلې کړې.ده هم د خپل قوم په استازیتوب سره د پریکړې او موافقې څخه خوښي وښوده .
په پآی کې ژورنالستانو خپلې شته پوښتنې مطرح کړې او د بي بي سې خبریال دیوې پوښتنې په تړاو خوست والي عبدالجبارنعیمي وویل ، امنیتي ځواکونو ته دنده سپارل شوي ، چې هر چيرې چې غیر قانوني سلا شتون ولري ، نو راټوله دې يې کړي او د ډایاګ پروسې ته دې وسپاري.
دا په داسې حال کې ده، ، چې پرون ورځ په ټوله نړۍ کې د سولې نړیواله ورځ نومول شوي وه ، چې دادی نن د دغې ورځې په لړ کې د خوست په ولایت کې عملي قدم واخیستل شو. د ګربزو قومونو (بوریخیلو او نصرالدین) تر منځ د څوکالونو راهیسې شته دعوه چې په وسلواله نښته هم بدله شوي وه ، چې نن ورځ په شاندارو مراسمو سره پای ته ورسیده . او د شوي پریکړې له مخې که هرڅوک له دې پریکړې څخه سرغړونه وکړه، نو دولت او ټول قومونه به پرې ملامتیا اچوي او د منوونکي تر څنګ به ولاړ وي.
د یادونې وړ ده ، چې د یادو دوو قومونو تر منځ د ځمکې پر سر لانجه دکالونو، کالونو راهیسې موجوده وه ، چې دواړو خواوو ته یې وخت نه وخت په لسګونو مرګ ژوبله اړولي ده .
د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
مسوول : مبارزمحمدځدراڼ
ورځ : پنځم ( چهارشنبه )
نيټه : ۳۱ / وږي /۱۳۸۹