ټرمپ: افغانستان او عراق کې مو ۱۹ کاله جګړه وکړه، ۷ زره پوځيان مو ووژل شول، ۵۲ زره سخت ټپيان شول او ۷ ترېليونه ډالر مو خرڅ کړل

روهي (څلورنۍ/۱۷ د سلواغې)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر ډونالډ ترمپ نن ورځ د امريکا کانګرس ته خپله وينا وکړه.

ټرمپ د افغانستان او عراق د جګړو په اړه ويلي، "افغانستان او عراق کې مو ۱۹ کاله جګړه وکړه، ۷ زره پوځيان مو ووژل شول، ۵۲ زره سخت ټپيان شول او ۷ ترېليونه ډالر مو خرڅ کړل."

نوموړي د افغانسان د جګړې په اړه ويلي دي چې په افغانستان کې د سولې وخت را رسېدلی دی. نه پوهيږم چې هوکړه ته به ورسيږي او کنه خو خپل ځواکونه به راکم کړو.

ټرمپ وايي چې له طالبانو سره د سولې خبرې روانې دي او طالبان هم ډېر خوښ دي چې امريکا ورسره د سولې خبرې کوي.

ولسمشر ټرمپ وايي چې امريکا يو ستر ملت دی او ستر ملتونه بې پايه جګړې نه کوي او د افغانستان جګړه به را ونغاړو.

ولسمشر ټرمپ په دې وروستيو کې له سوريې او افغانستانه د خپلو پوځيانو د وتلو ويلي دي چې په کور دننه له منفي غبرګونونو سره مخ شوی دی.