ما څوک څه کوي غربته!

ما څوک څه کوي غربته!
زه که مرم که پاتې کېږم
که له ځان سره ژاړيږم
که له زده کړو محروميږم
که پيوند ـ پيوند جامو کې
په همزولو کې ګرځېږم
که په ورانه کنډواله کې
پدې يخ کې ويده کېږم
ما څوک څه کوي غربته!
زه که مرم که پاتې کېږم

نه مې پلار شته
نه مې ورور شته
نه مې بل د سترګو تور شته
بيا هم شکر دی خالقه!
يو مې مور شته
بل مې خور شته
پلار مې کال مخکې شهيد شو
د دښمن سره په جنګ کې
اخ، سپېرو خاورو ته لاړو
د افغان وطن په ننګ کې
چې پلارجان مې راپه زړه شي
سوې کوکې رانه وشي
لاس تر زنې غلی کېنم
له خپل ځان سره ژاړيږم
ما څوک څه کوي غربته!
زه که مرم که پاتې کېږم

لوی اختر وي
خوشالي وي
خنداګانې وي مستي وي
د جومات په چوتره کې
کليوال سره راغونډ وي
د اختر په خوشالۍ کې
د جومات مخې ته پنډ وي
د عطرونو خوشبويي وي
د نکريزو بوی لګېږي
سپين کالي وي
تور بوټان وي
د سينګار توکي پرېمان وي
زه چې ځان ته فکر وکړم
په پيوند جامو شرمېږم
ما څوک څه کوي غربته!
زه که مرم که پاتې کېږم

د سهار اوه بجې وي
زه راغلی وم بازار ته
د لاسي ګاډۍ تر څنګ مې
لاس تر زنې غلی ناست وم
د يوې روپۍ ګټلو په ارمان وم
ځکه زه مې سرپرست د خاندان وم
په دې وخت کې را روان وي
ډلې ـ ډلې هلکان
سپين کالي تور واسکټونه
ښوونځي ته وي روان
زه چې دې صحنې ته ګورم
پټ په زړه کې خوشالېږم
خو چې ځان ته فکر وکړم
خپل راتلونکي ته ځورېږم
ما څوک څه کوي غربته!
زه که مرم که پاتې کېږم

د ګردېز يخه هوا وي
سخت ساړه وي
سخت شمال وي
دلته دا صورت حال وي
سپينې واورې را ورېږي
خو زما زړګی درازيږي
د خانانو بچي لاړ شي
په موټرو لرګي راوړي
ګرم کينې
ګرم څملي
زه له ډېرې بې وسۍ نه
ړنګه بنګه کنډواله کې
د مور غېږ کې ويده کېږم
ما څوک څه کوي غربته!
زه که مرم که پاتې کېږم