ته چېرته يې؟

زه ستا د ماشومتوب ملګری،  کالونه پس کلي ته راغلی يم،  هغه کلي ته چې ما او تا پکې د ماشومتوب رنګينې او بې غمه شيبې يو ځای تيرې کړې،  زه له ډيرې مودې وروسته د خپلو پخوانيو يادونو د راتازه کولو په هيله دلته راغلی يم،  زه په کلي کې د هر پل په اخستو سره حيرانه کيږم،  هرې خواته په حيرانتيا او په ډک زړه سترګې وراړوم،  د کلي په هره لويشت خاوره کې د ماشومتوب دورې د خپلو يادونو او پلونو په ليدو پسې په ځير،  ځير ګورم. 
خو،  دريغه ! چې

دلته هر څه بدل شوي دي،  د کلي د دنګو ونو ځوانۍ د برودو په لمبو سوځيدلي دي او د پسرلي په موسم کې لوڅې لغړې ولاړې دي،  د کلي ګودر،  لکه زيارت،  يوازې پکې د مينانو د زړو نښو نښانو څرک لګيږي،  د کلي د ماشومانو د لوبو ميدان اوس د مړيو د جنازو ځای ټاکل شوی دی،  هر لور ته خاموشۍ خپلې وزرې غوړولي دي،  د هر کليوال په څيره کې د ژور غم او خفګان نښې له ورايه پړکونه وهي. 

دلته هر څه بدل دي،  ددې کلي خوښۍ پرلپسې جنګونو له ځانه سره وړي دي،  دلته هر څه د جګړې خوراک شوي دي،  دلته زما د ماشومتوب ډيرۍ ملګري جنګ د مرګ په خوب ويده کړي دي،  دلته په هر کور کې ميندې او پلرونه د خپلو بچيانو په فراقت اوښکې تويوي،  دلته هر سحر په هديره کې  د خپلو زلميو وړونو او بچيانو په وير د بې وسه بندګانو له خولو د وير کريغې پورته کيږي. 

ته چېرته يې؟ 
ته،  اې زما د ماشومتوب د رنګيو،  ګلورينو او بې غمه شيبو ملګرې !
زه راغلی يم،  څو په ليدو دې د ماشومتوب يادونه راتازه کړم
خو،  افسوس،  چې تا هم د خپل يوازيني زلمي ورور د مړينې له امله د زيندۍ پړي ته غاړه ورکړې او د مرګ پرښتو ته ورغاړه وتې يې.