
جمهوررئیس غني له طلوع سره په مرکه کې نه یوازې د سولې، بلکې د هیواد د راتلونکي او نورو ګڼو مسایلو په اړه له هیله مندۍ ډکې خبرې وکړې. په دغه حساس پړاو کې چې له یوې خوا د سولې هڅې جریان لري اوله بلې خوا د اوازو، ګونګوسو او ابهاماتو کمی نشته، د ولسمشر ځوابونواو څرګندونو خلکو ته رواني ډاډ ورکړ او د هغوی له زړونو یې ناڅرګنده وېره لیرې کړه.
هغه په ډېر ډاډ سره د ژورنالیست د پوښتنې په ځواب کې وویل چې دا خاورې بې څښتنه نه ده. د دې وطن ملي ګټې به تامینېږي. د وطن د بقا سوال نه پیدا کېږي. زموږ بین المللي مناسبات پرځای دي او لا به مستحکم شي.
په دې وروستیو کې خلکو ته له بېلابېلو اوازو او ګونګوسو څخه د هیواد د بقا او راتلونکي په اړه ابهام او اندېښنې ورپیدا شوې وې او خلک له دې وېرېدل چې خدای مکړه هیواد به بیا بحران ته لاړ شي. افغانستان به یو ځل بیا د ګاونډیو هیوادونو لاسونو ته ولوېږي. د منتخب حکومت پرځای به موقت یا ائتلافي حکومت راشي، یو ځل بیا به د ولس د رایې او ارادې پرځای د جوړجاړي او وېش له لارې پخواني زورواکان او جنګسالاران واک ته ورسېږي.
خلک له دې وېره لري چې د تېرو اولسو کالو لاسته راوړنې به په اوبو لاهو شي. د ولسمشر غني له لوري پیل شوې حیاتي او ارزښتناکې پروژې به په ټپه ودرېږي. د اقتصاد ماشین او تحرک به له حرکته ولوېږي او خدای مکړه موږ به یو ځل بیا د پاکستان لارو او مرستو ته احتیاج شو.
جمهوررئیس غني په خپل ځواب کې دېته اشاره وکړه چې خلک له راتلونکي وېره نه لري، بلکې دوی له دې وېرېږي چې خدای مکړه تېرې ناخوالې بیا تکرار نشي. هغه ناخوالې چې د ډاکټر نجیب الله د حکومت له نسکورېدو وروسته پېښې شوې. وطن ویجاړ شو، اردو منحل شوه، تاسیسات له منځه لاړل. افغانان بې کوره شول. پردیو هیوادونو ته کډوال شول. شمتنۍ یې لوټ شوې او ژوند یې ورڅخه واخیستل شو او یا هم له ګڼو ستونزو سره مل شو.
که چېر افغانان خپل وحدت ونه ساتي، د ځینو ډلو او د ځینو د اجنډا او برنامو پر وړاندې خپل سکوت مات نه کړي او د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو او منتخب حکومت ترڅنګ په مېړانه او زړورتیا ونه درېږي، نو لیرې نه ده چې خدای مکړه موږ یو ځل بیا د تېرو ناخوالو او ناورینونو شاهدان واوسو، ځکه زموږ ګاونډیان او زموږ یو شمېر داخلي فرصت طلب سیاسیون همدغسې یو فرصت ته منتظر ناست دي چې څنګه اوبه خړې کړي او ماهیان ونیسي، مګر وروستیو ناخوالو او پېښو افغانان زیات هوښیار کړي دي، هغوی به هیڅ وخت او هیچاته د دې اجازه ورنه کړي چې د دوی په سرنوشت لوبې وکړي.
مګر افغانان باید یوازې دفاعي حالت ونه لري، بلکې ملت باید تحرک پیدا کړي، دوی باید له برابرو شویو فرصتونو څخه د اعظمي استفادي او د هیواد د ګټو د تامین او د نظام د استحکام لپاره ګټه واخلي.