غزل

لمپه لمبه جانان کــــی مســــــت په ترانــو دوطن
د لحــــــــــد مړی کی راويــــش په نغـــارو دوطن
زه دی قــــــربان دشـــــــــــرابی حسن مغروره اشنا
وړانګه وړانګه کړی ليونی په دنګوغرود وطن
دپشـــــــتونخـــوا ناری تازه په ګل زرينـــــو پا ڼو
ژړمازيګــــــر ټپـــــــــــه ټپــــــــه په اتــــــڼو د وطن
بيادسوروزرو اميـــــــل غـــــــواړی ګل زرينه ليلا
بياشاړی دشــتی سره لاله په غورځنګــــو دوطن
دســـــــربازی په تارپېيلـــــــــی دازادی تـــــــرانی
نغمـــــه نغمــــه کی فرشتـــــــــی په ګودرو دوطن
بلبلان ګونــګ ازغــــــی ازغــــی دسرولعلونوانګړ
خزان وهلـــــی سری غوټــــــــی ای پشــــتنو دوطن
غزل غزل لالـــــی سولګــــی ای دقدرت ليــــــــونو
داشملــــــــــــــــــور سره يومټـــــــــئ غــــرنودوطن
ستادشائســــــت ليونــــــی ډيرای بی منزله اشـنا
داتوری شــپی کی روڼ سهار ای ميــــړانودوطن
الکــــوزی به دی ساتـــــم لکـــــه سورګل دګلاب
دسندريز پشتـــــــانه مست کی په نغمــــودوطن

په درناوی منان الکوزی کوټه