
د افغانستان په کابل، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، ننګرهار، کندهار او ګڼو نورو ولایتونو او ښارونو کې له پرون راهیسې د شهید ارمان غایبانه جنازې وشوې. د نوموړي له کورنۍ، کوزنیو پښتنو او خصوصاً د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشرتابه او غړو سره ټولو خپله خواشیني او ملاتړ څرګند کړ. یادو کسانو همدارنګه د پښتنو پر ضد د پنجاب او پاکستان تشدد، ظلم او وحشت غندلی او دا د پښتنو پر وړاندې لوی ظلم او جفا بولي.
د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته اباد پښتانه یو تن او وجود دی. د دوی غم، ښادي، ارزښتونه، وینه، ژبه او هر څه سره شریک دي. سره له دې چې پاکستان د خپل پیدایښت له ورځې د لرو او برو پښتنو د وېشلو او جلا کولو هڅه کوي او د دې لپاره یې د ډیورنډ فرضي کرښې په دواړو غاړو کې په پښتنو داسې ظلمونه وکړل او لا یې هم کوي چې دوی په خپلو کې یو له بله مخ واړوي، مګر پنجاب چې څومره د دوی د جلاوالي او لیرې والي هڅه کوي، نو برعکس پښتانه همدومره سره نږدې کېږي.
حتی پاکستان په دې وروستیو کې د لر او بر یو افغان د وېشلو لپاره پر ډیورنډ فرضي کرښه اغزن سیم هم تېر کړ، مګر د دغه تار له غځولو سره لر او بر پښتانه لا سره نږدې شو او هلته د پښتون ژغورنې غورځنګ را پیل شو چې د برنیو افغانانو او پښتنو خواخوږي او ملاتړ هم له ځانه سره لري.
څه موده وړاندې چې د کندهار امنیه قومندان سترجنرال عبدالرازق اڅکزی چې په یوه تروریستي برید کې شهید شو، نو د ډیورنډ پورې غاړې پښتنو یې غایبانه جنازې وکړې او د هغه په شهادت یې له برنیو پښتنو او افغانانو سره غمشریکي وکړه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ او لر او بر افغانانو پاکستان ته عملاً دا ثابته کړه چې د دوی توطیې، دسیسې، اغزن تارونه، ظلمونه او وحشتونه د افغانانو او خصوصاً د لر او بر پښتنو تر منځ مینه، ورورولي، وحدت او خواخوږي نشي ختمولی، ځکه دوی یو د بل تن او وجود دي.
پاکستان دې په قبایلي سیمو کې د پښتنو ضد ظلمونه پایته ورسوي او که چېرې دوی د پښتنو حقونو ته درناوی ونه کړي، نو لیرې نه ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ به هم په بالمثل عمل لاس پورې کړي او بالاخره به داسې بحران رامنځته شي چې پاکستاني مقامات به یې په مهارولو کې پاتې راشي.
د قبایلي سیمو پښتانه بالاخره دې نتیجې ته رسېدلي دي چې که څومره ارام او بې غرضه هم پاتې شي، نو پنجاب او پاکستان یې بې ځورولو او بې وژلو نه پرېږدي، نو د همدې لپاره دوی خپل حق غواړي او ښه په نره یې غواړي او باور دی چې د شهید ارمان سپېڅلې وینه به رنګ راوړي، د ازادۍ رنګ، د عدالت رنګ، د پښتون ژغورنې رنګ. داسې رنګ چې پښتنو ته به خودمختاري ور په نصیب کړي او لکه څنګه چې بنګالیان بالاخره له پاکستان څخه جلا شول او خپل جلا هیواد یې جوړ کړ، نو همداسې به پښتانه هم یا ازاد پښتونستان جوړ کړي او یا به هم لوی افغانستان رامنځته کړي.