
ولسمشر غني په خپلو وروستیو څرګندونو کې یو ځل بیا په ډاګه کړه، چې د سولې لپاره هیڅ ډول شرایط نه لري، هرځای او هر چېرې بې قید او شرطه سولې ته چمتو دی، خو د سولې د مذاکراتو لپاره شرایط لري.
د نوموړي لومړنی شرط دادی چې د سولې مذاکرات باید بین الافغاني وي. بین الافغاني په دې مانا چې د بهیر د ترسره کولو، پرېکړو او ټولو تصامیمو صلاحیت باید له افغانانو سره وي. تر څو هم د ولس اندېښنواو پوښتنو ته ځواب وویل شي او هم داسې کومه معامله منځ کې ونشي چې یا په زور تحمیل شي، یا زموږ له ملي ګټو سره په خطر کې وي او یا هم افغانانو ته د منلو وړ نه وي.
جمهوررئیس غني وایي: ” تعهد ما اين است که صلح را تامين میکنیم و جلو هر نوع فاجعه احتمالی و همپاشی را میگیریم، اما ارزش های وجود دارد که غیر قابل بحث است، مثلا وحدت ملی، حاکمیت ملی، تمامیت ارضی، دولت مرکزی قوی و کارا و حقوق اساسی اتباع کشور. “
جمهوررئیس غني ملي یووالی، ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، قوي مرکزي دولت او د وګړو اساسي حقونه د سرو کرښو په توګه یادوي او وایي چې هیڅوک د سولې په نوم په دې اړه د هیڅ ډول معاملې او پرېکړې صلاحیت نه لري ځکه چې دا هر څه په اساسي قانون کې په وضاحت ذکر شوي او ټول افغانان ورباندې اجماع لري، نو باید دغې اجماع ته درناوی وشي.
نوموړي د هیواد په ملي ارزښتونو او ملي ګټو په ټینګارسره وایي: ” اساسی ترین اصل برای ما، اصل غیر قابل انکار و غیر قابل سازش، منافع ملی کشور عزیز ما افغانستان است، و روابط ما با تمام شرکای بین المللی و منطقوی استوار برهمین اصل است.“
تر دې دمخه هم ولسمشر څو ځله په وضاحت ویلي دي چې موږ له هیچا سره دایمي دوستي او دښمني نه لرو، ځکه د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره زموږ اړیکې پر عواطفو، خورۍ او وروۍ نه، بلکې په متقابلو ګټو ولاړې دي او دغه اصل ته باید هم ټول درناوی ولري او هم خپل دریځونه د دغه اصل په چوکاټ کې ترتیب کړي، ځکه له دې مه واره د فشارونو په ګډون هیڅ لاره او وسیله موثره نشي تمامېدلی، بلکې د ګټې پرځای دواړو خواو ته د ستونزو د پېښولو لامل کېدلی شي.
باعزته او تلپاتې سوله د ټولو افغانانو هیله ده، ځکه چې له دې پرته نه هیواد پرمختګ کولی شي او نه هم هیوادوال په ارامه او هوساینه سره ژوند کولی شي، نو د دې لپاره حتمي ده چې وسله وال طالبان د سولې په اړه خپل دریځ او پلان ولس ته روښانه او شریک کړي. دوی دې واضح ووایي همغه څه غواړي چې څه موده دمخه عباس ستانکزي په خپله مرکه کې وویل او که نا د دوی رسمي دریځ بل څه دی. تر هغو چې طالبان په دې اړه وضاحت ورنه کړي او ولس په اعتماد کې وانخلي، نو نه به له امریکایانو او نورو سره د دوی د سولې پټ مذاکرات نتیجه ورکړي، نه به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو رحم پر دوی راشي، بلکې د ولس غوښتنه به هم همدا وي چې هغوی د جنګ له لارې کمزوري کړي، وې ځپي او له منځه یې یوسي.