
افغانستان به د نړۍ په کچه هغه لومړنی هیواد وي چې له عدلیې وزارت سره یې څو شلې سیاسي حزبونه رسماً ثبت شوي او د کار او فعالیت جواز یې ترلاسه کړی، مګر په عمل کې هیڅ سیاستوال هم نه لرو. البته ژمن او عملي سیاستوال. که افغانستان واقعي سیاسیون لرلی، نو د افغانستان په دغه حساس او برخلیک ټاکونکي پړاو کې به دوی بې تفاوته او خاموش نه وای.
که مو سیاسیون لرلی، نو دوی به د حکومت پر وړاندې د قوي اپوزیسیون په توګه راڅرګند شوي وای. دوی به د حکومت نیمګړتیاوې او تېروتنې نقد کړې وای او د چارو د سمون لپاره به یې خپلې رغنده طرحې وړاندې کړې وای. دوی به پر حکومت یوازې د باج ګیرۍ او امتیاز طلبۍ، نه بلکې د چارو د ښه والي لپاره فشار راوړلی. همدارنګه به یې د وسله والو طالبانو د جنایتونو پر وړاندې د اوس غوندې سکوت نه وای اختیار کړی، بلکې خپل د اعتراض او احتجاج غږ به یې پورته کړی او هغوی به یې په خپلو طرحو، برنامو او سپارښتنو سره حداقل د افغان وژنې څخه منع کړي وای.
که موږ سیاسیون لرلی، نو د ستونزو ټول بار او فشار به یوازې ولس، حکومت او ولسمشر ته نه وای ور ترغاړې، بلکې دوی به حتماً د وطن، نظام او ملي ګټو په خاطر د دغه بار د پورته کولو او فشار د دفعه کولو لپاره اوږه ورکړې وای. دوی به خپله همغږي او همکاري له حکومت او مسوولینو سره شریکه کړې وای.
موږ سیاسیون نه لرو، خو د سیاسي فاحشو او سیاسي معامله ګرو په نوم یو څو محدود افراد او کورنۍ شته چې دوی تل د تلې سرته ګوري، هره خوا چې پله درنه شي، نو همغې خواته ځانونه ور غورځوي. تراوسه چې امریکا په افغانستان کې نفوذ درلود، نو دا سیاسیون د ټولو مخالفتونو باوجود د امریکا په غېږ کې پراته و، خو اوس چې امریکا متحده ایالات له افغانستان څخه د وتلو خبره کوي، نو زموږ له سیاسي معامله ګرو لوری او لودن ورک دی کله یوې او کله بلې خوا ته منډې وهي.
دغه سیاسي معامله ګر تازه تازه د مسکو په سفر تللي دي، دوی فکر کوي چې له افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته به د امریکا ځای روسیه ونیسي، نو دوی لا سر له اوسه د هغوی غېږې ته ځانونه ور غورځوي، مګر دوی لا دا هم نه ده درک کړې چې اوس شرایط بدل شوي دي، اوس وضعیت فوق العاده بدل شوی دی، اوس افغانستان د نظام او ملي اردو لرونکی دی. اوس افغانان مجبوره نه دي چې د تلې سر او دېته وګوري چې د چا پلې ته ځان ور واچوي.
اوس افغانان کولی شي چې خپل ثبات وساتي او ساتلی یې هم دی. ځکه ملت پر خپل ځای دروند ناست دی. ملت د حکومت ملاتړی دی، د ولسمشر تر شا ولاړ دی او په خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو یې نه یوازې زړه ډاډه دی، بلکې پر هغوی ویاړي. هیله ده چې زموږ دغه سیاسي معامله ګرزموږ له ملت څخه عبرت واخلي.