ایثار

                             لنډه کیسه 
   په لړزید لوګوتویې په مبایل کې یوه شمیره ډایل کړه ، اوله کوچ نه پاڅید په غولي یې قدم واخیست مخامخ کړکۍ ته ورسیده ، له پنځم پوړنه یې لاندې وکتل موټرپه پراخه سړک دغشوپه څیرروان وو ، دماښام په تیاروکې دواټونوڅراغونه یوپه بل پسې روښانه کیدل اوموټرونوهم څراغونه لګول ، زنګ یې لانه وو تیرکړی چې بیرته یې اړیکه پرې کړه ، په څیره کې یې پریشاني او اندیښنې له ورایه څرګندیدلې مبایل یې په شونډوتکیه کړاوپه بل لاس یې خپل تندي ته زور ورکړ، له ځان سره لګیاشو.
حیران یم....خدای پوهیږي ..
اوکې به یې کړې که نه؟ اوکه اوکې یې کړي بیابه یې هغې ته ورکړي که ....ځان ته یې ډاډ ورکړ
ځه هرڅه چې وشول .
خوخدای دې هندوته هم داډول سرزوری خسرنه ورکوي .
ډایل شوې شمیره یې بیا اوکې کړه
زنګ ورروان شو زر وریاد شول چې دکوټې دروازه یې خلاصه ده ورغی کلي یې په کې تاوو کړه اوزنګ ته غوږشو له یوه ټیوڅخه وروسته نمبراوکې شو .
بلې څوک ؟
ځان یې یوڅه عاجزغوندې کړ
کاکاجانه سلام شریف زحمت درکوم .
اوهوبچیه ایله په ایله څنګه یې ؟ساعت به دې تیروي فلمونه ملمونه به ګورې هه!بیخي احوال نه اخلې نه پوهیږم وخت به نه لرې ؟
شریف وخندل
نه نه کاکا باور وکړه درسونه سخت دي تاسې خوفکرکوی چې هند دفلمونوځای دی خوباوروکړه که دلته څوک په کال کې هم فلم وګوري اونه فلمي لوبغاړي شته دوی ورنه خپله اقتصادي ګټه ترلاسه کوي بزنس دی یوازې موږورباندې له کاره باسي دهندداقتصاد ټوله ستنه په همدې سینما ولاړه ده
یوه شیبه چوپیتاوه بیايي زړه نازړه پوښتنه وکړه
کاکا کولئ شم چې د...
خسریې جدي شو
څه دې ویل پوه نه شوم ؟
هسې ماویل که ډیوې ته مبایل ورکړې پوښتنه یې کوم یادیږي مې .
خسریې داځل ټکنی غوندې شوخوپه غږکې یې اند یښنه هم مل وه
شریف بچیه ولې نه زه په دې کې هېڅ مخالفت نه لرم هغه که زماګرانه لورده خوستاکوژدنه ده ستاعزت راځي خونن یې دریمه ورځ ده چې دماما کورته یې شپوته تللې له ځان سره یې وخندل اوخبروته یې دوام ورکړ.
بچیه غوټۍ ستا ده څوک یې نه درنه وړي خپل درسونه وایه اودعاګانې ورته کوه .
دشریف په سترګوکې اوښکې وګرځېدې
کاکاهغه زما ژوند ده خوزه نه پوهیږم چې ناروغي به یې څنګه ...
خسریې خبرې ورپرې کړې
خدای مهربانه دی تیره ورځ مې درته وویل چې عملیات وشونورهیڅ خطرنشته ګل غوندې روغه جوړه ده.سباته یې دراتلو وعده ده چې راشي زه به خپله زنګ درته ووهم
دهمدې سره اړیکه پرې شوه خسریې مبایل وړاندې ګذارکړدمخ په ګونځویې دسړواوښکوڅوڅاڅکي راوڅڅیدل مخامخ المارۍ ته لاړ پله یې خلاصه کړه په طلایي چوکاټ کې بندشوی عکس یې راوخیست یوه ښکلې پیغله نجلۍ په کې غلې ولاړه وه اوکوم نامعلوم لورته یې سترګې نیولې وې لکه دچاراتلوته چې انتظاروي عکس یې په سینه پورې جوخت کړاوبیایې دوه ځله ښکل کړدبت په څیرودریده درې ورځې وړاندې پیښې یې بیاسترګوته ودریدې دسرطان په نوم یوه لویه بدرنګه بلایې سترګوته ودریده چې دده مشره لورغوټۍ یې درې ورځې وړاندې خوړلې وه، دلیوني په څیرپه منډه ولاړدخپلې دویمې لورسلګۍ څنګ ته کښناست اوپټې خبرې یې ورسره پیل کړې 
                                                           *****
        شریف دتيرودریوشپوراهیسې پرلپسې بدخوبونه لیدل ، که به په لیلیه کې وو اودپوهنتون په درسي ټولګي کې نوله کورنۍ، مور ، اوپلار وړاندې به يې دغوټۍ ناروغه څیره په ذهن کې وګرځيده دا درې شپې یې خوبونه بیخي خطرناک شوي وو یوه بلابه یې لیده چې دده غوټۍ په تورو منګلوکې واخلي، هغه به یې لیده چې په یوه ښکلي اوسمسوربڼ کې دماشومې په څیرپه شنو واښو اوګلونومنډې وهي اوده ته اوبه ورشیندي کله خو به په خپلوسلګوله خوبه راویښ شو د ډهلي په ښکلو پارکونوکې به یې چکرونه وهل خوپام یې همغسې دکابل په یادونوکې ورک وو، اودغوټۍ تصویرونه به یې جوړول او ورانول .اندیښنه یې ورو ورو زیاتیده اودغڼې په څيریې دهغې له زړه جالونه تاوول ، له غوټۍ سره یې دکابل دژونداوبیا دلیسې د دور ډیرخواږه یادونه تړلي وو ، دخوښۍ هغه شیبې وریادیدې چې دغوټۍ پلاریې جرګه ومنله اوښکلې غوټۍ دده په نوم شوه خوډیروروسته ورته دغه اوازې ورسیدې چې دهغه ناروغي سرطان ده خوپلاربه یې هرځل ورته ویل چې یوازې دزړه معمولي ناروغ لري هغه اوس جوړه ده .یوماښام چې په لیلیه کې یې له ملګرو سره مجلس ختم شو زړه یې تنګ وو مبایل یې راواخیست اولاندې پارک ته ښکته شو دګڼوګلونواوبوټوپه مینځ کې په یوه سمنټي څوکۍ کښناست ساعت ته یې وکتل دماښام دساعت ستنه یې اتوبجوته نږدې کیده دخپل خسرنمبریې یوځل بیا ډایل کړله ټیواوازسره مبایل اوکې شو .مخکې له دې چې دی څه ووايي په خنداسره اواز راغی
شریف بچیه سلام څنګه یې ؟
ده هم په خوښۍ ځواب ورکړ دا لومړی ځل وو چې خسريې دومره په مینه اوخوښۍ خبرې ورسره کولې له جوړپخیروروسته یې په نه زړه ورته وویل
کاکا کولی شم له غوټۍ سره خبرې وکړم ؟
په خندايې ځواب ورکړ.
ولې نه همدا اوس هلته په بله کوټه کې درس وايی .
په تلفون کې یوه شیبه اواز ورک شو دده زړه هم له خوښۍ نه درزاکوله دقدمونوله یوه لنډ اوازنه وروسته یې اوازراغی
هه خپله ورسره خبرې وکړه زه لاړم .
یوه وړه شیبه ددواړو ترمینځ چوپتیاحاکمه وه بیایې ورته غږکړ
غوټۍ جانې څنګه یې ؟
ورو اوازیې واورید
ښه یم ته خودچاپوښتنه هم نه کوې !
دشریف زړه په درزیدو شو له غریوه اوګیلې په ډک اندازیې خبرې وغځولې
دومره بې پروايي ! اخیرزما د زړه غم درسره نشته دتیرې یوې میاشتې راهیسې په یوه صفحه درس هم نه یم پوه شوی ...
سلګۍ یې خبرې ورپرې کړې
شریف جانه زه ناروغه وم اوس مې ناروغي ښه ده زماهم هره شیبه په یادیې اخرله پلاره موره وروسته بې له تانه بل څوک لرم .
خبرې یې همداسې روانې وې په پنځلسمه دقیقه یې په مینه خدای پاماني وکړه تلفون یې پرې کړله څوکۍ پاڅيده له ځان سره په سوچ کې شو دغوټۍ په اوازکې یې یوڅه بدلون احساس کړخوبیایې زرځان ته ډاډ ورکړچې ناروغۍ یې په اوازکې بدلون راوستی بیایې دتیرې یوې میاشتې راهیسې دهغې غږنه وو اوریدلی .نوخامخابه دومره بدلون په کې وو په شونډویې موسکاخوره شوه اودخپلې کوټې په خوا روان شو .
                                                                 *****
         په همدې ترتیب سره یې نږدې دوه کاله تیرکړل نوریې نودغوټۍ په اړه ویره له ذهنه وتلې وه دوه درې شپې وروسته به یې ورسره اوږدې خبرې کولې اوهغې هم له یوې ورځې بلې ته زیاته مینه ورکوله نورنودهغه سره دخپلې غوټۍ په اړه هیڅ سوچ نه وو،په ډاډه زړه یې خپل درسونه ویل ،خسراوپلاریې ورته ویلی وو چې څنګه یې هلته درسونه خلاص شي نو واده به یې ترسره شي همداسې وشول هغه شپه ډیره له خوښۍ اوخوشحالۍ ډکه وه ، شریف له خپلوملګروسره مخه ښه کوله اوسبا لس بجې له ډهلي نه یوې الوتکې دکابل په لورپروازوکړ.اوهلته په کابل کې دسلګۍ زړه په درزا وو شیبې دبادپه څیرتیریدې څلورمه ورځ بیاله خوښیویوه ډکه ورځ وه ،شریف له کوژدې وروسته چې درې څلورکاله ځنډپه کې راغلی وویوځل بیا دخپل خسرکورته روان وو ،پخواني او اوسني یادونه ټول سره یوځای شوي وو،یوه شیبه وروسته له خپل خسرپه کوټه کې یوازې ناست وودکورټول غړي پرې راغونډ وو خوغوټۍ نه معلومیده هره خوايې سترګې پسې اړولې له چای څښلووروسته ټول ووتل چې یوازې شو مبایل یې راواخیست هغه نمبریې ډایل کړچې څه دوه ورځې وړاندې ورته غوټۍ زنګ وهلی اوده ته یې له هندنه دراتګ ستړي مشي ورکړي وو .نمبراوکې شو او اواز راغی .
بلي !
هې لیونۍ ډیرکبردې پیداکړی اوس را....
هغې یې خبره ورپرې کړه
دادي درځم جامې بدلوم
تلفون یې پرې کړیوه شیبه وروسته دوره نه بهردقدم ښکالوراغله ورخلاص شو په توروجاموکې نغښتې نجلۍ دده له خسرسره یوځای راننوته په سپږمویې یوه ښکلې وږمه ولګیده ورته اوچت شو ستړي مشي ېې وکړل اوبیادواړه دده ترڅنګ کښناستل خسریې دشری ف په اوږه لاس کیښود
بچیه ستابه سوادوي چې خپله کوژدنه وګورې!
داده ستاغوټۍ !
شریف دهغې ښکلوسترګوته وکتل اوپه تعجب یې زیاته کړه .
کاکا داخوسلګۍ ده
دخسرپه سترګوکې یې اوښکې راوخوټېدې خپله څنګل یې په سترګوراتیره کړه
بیایې دشریف په سرلاس کیښود
بچیه همداستاغوټۍ ده هغه غوټۍ چې تالیدلې وه دوه کاله وړاندې ورژیده ته مې ځکه نه خبرولې چې تحصیل دې نیمګړی نه شي ، زه پوهیدم چې دهغه بیلتون تاته له مرګه کم نه دی که څه هم سلګۍ به ستالپاره دهغې ځای ونه نیسي خوزه باورلرم چې په دغه دوو کلونوکې دهغې دغوټۍ په نوم درکړې مینه به تادې ته مجبورکړي چې دغوټۍ په نوم یې ومني خسریې خبرې بس کړې اوشریف هک حیران شو په دریو واړو درنه چوپیتا حاکمه شوه ته ایله وریادشول چې دغوټۍ اوازولې دادوه کا له ولې بدل غوندې وو په موسکایې سترګې سلګۍ ته وروا ړولې اودایثاریوه ستره مجسمه یې سترګوته ودریده .
                                         ۲۹ -۱۳۸۹-۶- وردګ ولایت ، خپل میلمستون


‍‍