منظور پښتین: ارمان لوڼی د (لر - بر یو افغان شهید دی) خوست، جلال اباد، کابل ... کې يې جنازه وشوله

روهي (يوه نۍ/۱۴ د سلواغې)، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين نن ماښام د همدې غورځنګ د مخکښ غړی او پښتن مبارز ارمان (ابراهيم) لوڼي په جنازه کې ګډون او وينا وکړه.

پښتين وويل، چې ارمان لوڼي يوازې د يو سيمې اړوند کس نه وو، د نوموړي جنازه نن په خوست، جلال اباد، کابل، سويلي وزيرستان او نورو برخو کې وشوې. د پښتين وينا د لر او بر یو افغان په چيغو بدرګه کېده او د پښتونخوا افغان - پښتنو د نوموړي په مرګ غوسه او خپګان ښکاره کړ.

ټاکل شوې ده چې سبا په کابل کې هم د يو شمېر ځوانانو له د ارمان لوڼي جنازه تر سره شي او په ملاتړ يې ځوانان لاريون وکړي.

نوموړی د پاکستاني پوځ له خوا تېره ورځ په پاکستان کې ووژل شو او يو ځل بيا د پښتون وژنې د پای په پار مبارزه ګړندۍ او را وېښه شوه.