
جمهوررئیس غني دا ځل د قوي مرکزي دولت جوړولو له هوډ او شعار سره د ۱۳۹۸ لمریز کال د ولسمشریزو ټاکنو سیالیو کې د ګډون لپاره نوملیکنه وکړه، مګر ممکن له ډېرو سره همدا پوښتنه وي چې غني ولې دولت جوړوونکی شعار انتخاب کړ؟
دلیل یې دادی چې محمد اشرف غني د افغانستان لپاره اوږدمهاله لید او پلان لري. هغه پوهېږي چې د افغانستان د اوسمهاله ستونزو او کشالو یوازینی او لوی لامل د قوي مرکزي دولت نشتون دی، نو هغه غواړي چې د اوسنیو ستونزو اساسي حل ته لاره پیدا کړي او اساسي حل یې همدادی چې افغانستان باید د قوي مرکزي دولت لرونکی هیواد شي.
مګر د افغانستان ګاونډیانو تر دې دمخه هم افغانستان ته د قوي مرکزي دولت لرلو فرصت نه دی ورکړی او باور دی چې تر دې وروسته به یې هم ورنه کړي، مګر ولسمشر غني بیا هغه څوک دی چې ګاونډیانو ته به ډېره مخه ورنه کړي، لکه څنګه یې چې په تېرو څلورو کالو کې په ډېرو برخو کې د بهرنیانو او ګاونډیانو لاسونه لنډ کړي او هغوی یې په خپلو اقداماتو او پرمختګونو سره حیران کړي دي، نو باور دی چې په دې برخه کې به ولسمشر غني بریالی راووځي.
د ښاغلي غني د بریا چانس په دې کې دی چې هغه د شخص، ګوند او افرادو پرځای پر ولس او سیستم جوړولو حساب او تمرکز کوي. د افغانستان په اوسني وضعیت کې غیر له غني بل هیچا هم دغسې اساسي کار ته زړه ښه نه کړ، ځکه هغوی وېرېږي چې د ګاونډیانو او ځینو داخلي کړیو له مخالفت سره به مخ شي او ممکن خپله څوکۍ له لاسه ورکړي، مګر ولسمشر غني بیا برعکس فکر کوي. هغه د افغانستان او ملي ګټو پر وړاندې د هیچا او هیڅ شي پروا هم نه لري، هغه په خپله وایي چې له وطن سره لېونۍ مینه لرم او ځان مې دې له وطنه قربان وي.
غني دا خبره یوازې په خوله نه کوي، بلکې په عمل کې یې هم ثابتوي او هم یې ثابته کړې ده، موږ ولیدل چې په تېرو څلورو کالو کې یې د ګڼو چلینجونو او امنیتي ستونزو باوجود بېلابېلو ولایتونو ته چې حتی چا یې فکر هم نشو کولی سفرونه وکړل او له خلکو سره یې له نږدې ولیدل.
ولسمشر غني په خپل کار، هڅو، ارادې او فکر سره د خلکو زړونه ګټلي دي. سره له دې چې اوسنۍ دوره یې له ستونزو ډکه وه، ځکه چې له یوې خوا جنګ شدت پیدا کړ او له بلې خوا خپلو ملګرو هم وخت ناوخته ورته مزاحمتونه کول او ښاغلی غني یې هغسې کارته پرېنښود څنګه یې چې زړه و، مګر دا ځل ښاغلي غني ټول زورواکان څنډې ته کړي، مفسدین او جنګسالاران یې له ځانه شړلي او معامله ګر هم د ښاغلي غني ملګرتیا ته زړه نه ښه کوي، ځکه دوی پوهېږي چې له غني سره یې ګوزاره ګرانه ده.
دا ځل د غني ټول حساب د افغانستان په بې وزلي قشر، ښځو او ځوانانو دی او هغه وایي چې که غواړو باثباته ټولنه ولرو نو دغو مستحقو قشرونو ته باید اساسي پام وکړو. دوی ته اسانتیاوې ورکړو، دوی ته د مالکیت حس ورکړو او په ټولو چارو او تصامیمو کې یې شریک کړو.
ولسمشر غني به که خدای کول دا ځل د ولس په رایه او ملاتړ واک ته رسېږي او بیا به د خپل ټاکنیز ټکټ په همکارۍ د مرکزي قوي دولت د جوړولو تهدابونه ږدي او دغه تهدابونه به داسې پختګۍ ته رسوي چې نور هیڅوک هم د عدالت د تامین او یا د ځان د خوندیتوب لپاره شخص ته پناه یونسي.