
پر افغانستان د تحمیل شوي جنګ د پای شیبې نږدې دي، خو دا جنګ به دغومره په اسانۍ هم پایته ونه رسېږي، څنګه یې چې اټکل کېږي. ځکه که موږ واقعاً غواړو چې له دغه جنګه نور نجات ومومو، نو د دې لپاره یو لړ اقدامات ضرور دي، د بېلګې په توګه موږ باید تر هر څه لومړی د واحد ملت په توګه خپل ځان وښیو او په واحد غږ له جنګ څخه خپله کرکه په ډاګه کړو.
مګر له بده مرغه یو شمېر افراد، اشخاص، ډلې او احزاب چې په ښکاره د جنګ د ختمولو چغې وهي، مګر په عمل کې د جنګ په شدت خوښ دي، دوی لا هم له پردیو سره پټې اړیکې لري او له هغوی سره په هغو معاملو او برنامو کې همغږي دي چې د جنګ د پایته رسېدو پر ځای د جنګ د شدت او دوام لامل کېږي.
ښه مثال یې همدا د سولې پیل شوې هڅې دي. د افغانستان ګاونډیان کوښښ کوي چې سوله په یوه بدرنګه معامله بدله کړي داسې معامله چې خدای مه کړه هیواد په کې یو ځل بیا بحران ته داخل شي، مګر زموږ سیاسیون یا خاموش دي او یا هم له دوی سره سرونه خوځوي. د دوی دا سکوت او سر ښورول نه ملت ته د منلو وړ دی او نه به تاریخ په دوی رحم وکړي.
په افغانستان کې اوسنۍ جګړه څو بُعدونه لري چې په مختلفو سطحو یوله بله سره تړاو لري. اکثره افراد او اشخاص خپلې شخصي ګټې په دغه بدمرغه جګړه او یا پردیو ته په غلامۍ کې ویني، ځکه نو تر ملي او د وطن تر ګټو هم خپلو شخصي او د خپلو بادارانو ګټو ته ارزښت ورکوي او د وطن په سر هر ډول معاملې ته چمتو دي.
ولسمشر غني به د بهرنیانو په ګډون هیچاته هم د دې اجازه ورنه کړي چې پر افغان سوله کومه بدرنګه معامله وکړي. نوموړی هر څه په دقت څاري او مدیریت کوي یې. هغه به په دې برخه کې د هیڅ داخلي او بهرني فشار پروا ونه لري، ځکه ولس د هغه تر شا ولاړ دی او ټینګ ملاتړ یې کوي.
وسله وال طالبان دوه انتخابه لري یا به سوله کوي او یا به ځپل کېږي، خو د سولې لاره دا نه ده چې دوی دې له امریکایانو سره معامله وکړي. د سولې لاره بین الافغاني مذاکرات دي او دا مذاکرات باید د افغان دولت په رهبرۍ ترسره شي، ځکه دا د خلکو نماینده او د دوی په رایو جوړ شوی دولت دی.
د اصول او قانون له مخې د سولې مذاکرات د افغان دولت صلاحیت دی. ولسمشر غني بل هیچا ته د دې اجازه نه ورکوي چې د سولې مذاکرات د افغانانو له مالکیت او مشورې پرته ترسره کړي. د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت استازي ښاغلي زلمي خلیلزاد مسوولیت او دنده لکه په خپله چې وایي د سولې مذاکرات نه، بلکې بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابرول دي. ځکه تر هغو چې حکومت او طالبان نېغ مذاکرات ونه کړي او په خپلو منځونو کې سره توافق ونه کړي، نو نه سوله راتلی شي او نه هم مذاکرات کومه نتیجه ورکولی شي.