
که ژوند د مبارزې نوم وي، نو شهید ارمان لوڼي باید د یو اتل او مبارز شخصیت په توګه تقدیر شي، ځکه هغه د پنجاب د ظلمونو او وحشتونو پر وړاندې یو کال وړاندې په ډېره سوله ییزه توګه خپله مبارزه پیل کړه او بالارخه د پنجاب ملېشو پرون ماښام د بلوچستان په لورالايي ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه مخکښ او مبارز ځوان ابراهیم ارمان لوڼي په شهادت ورساوه.
ښاغلی ارمان په کلیواله سیمه کې رالوی شو، خو د کلیوالي انګېرنو، وروسته پاتې فکرونو او ناوړه دودونو له اغېزو څخه، ځکه بې پروا و چې خپله مبارزه یې د خپلې خور په ملګرتیا له خپله کوره پیل کړه. شهید ارمان روښانه او مبارز انسان و.
د ښاغلي ارمان لوی هیله او ارمان د خپل قام لپاره د انساني حقونو خوندي کول و. نوموړي له سوله ییزې او مدني لارې دغو لویو او انساني موخو ته د رسېدو هڅه کوله، خو درېغه چې پاکستاني پولیسو په تشدد او بې رحمۍ سره شکنجه کړ، ټپي یې کړ او بیا یې پر وخت روغتون ته د هغه د رسېدو مخه هم ډب کړه او بالاخره یې د ژورو ټپونو له لاسه ساه ورکړه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه مبارز زلمی د بلوچستان په سنجاوي ولسوالۍ کې د یو موټروان په کور کې وزېږېد. د ژوند تنګ لاسیو او بې وزلیو څو کاله د سکرو په کان کې له رغیو او لوګیو لاندې د موټرو د منشي په توګه د حلال رزق ګټلو ته اړېست. ژوند یې له ستونزو او کړاونو ډک و، همدغو سختیو هغه پوخ کړ، وې روزه او د دې جوګه یې کړ چې د ژوند له سختیو او د پاکستان له ظلمونو څخه څنګه خپل قام ته نجات ورکړي؟
هغه به تل د خپل قام پر بدحالت او محرومتی ژړل او په دې فکر کې و چې څنګه هغوی ته د ارام او هوسا ژوند زمینې زیاتې او برابرې کړي. تېر کال د پښتون ژغورنې غورځنګ په را پیلېدو او لیدو له خوښۍ وغوړېده او داسې یې حس کړه، لکه خپلو لویو موخو او ارمانونو ته چې رسېدونکی وي، ځکه د خپل قام یو لوی بهیر یې بیاموند. د خپلو مبارزو ملګرو بهیر او کاروان. د هغوی په لیدو له زړه خوښ شو.
د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه مبارز لاروي شپه او ورځ دغه غورځنګ ته ځانګړې کړه او چې د پاکستان په کوم ښار کې به هم د دوی غونډه وه، نو ښاغلي ارمان به ځان ور رسولو. خپله مبارزه خورکۍ به یې هم له ځانه سره خوځولې وه. دا د هغه د روښانه فکر ښکارندويي کوي چې هغه د نورو پښتنو برعکس د پښتنو د حقونو د مبارزې لپاره د نارینه و ترڅنګ د خویندو مبارزې ته هم د ارزښت په سترګه کتل او په همدې خاطر یې خپله خور هم دېته هڅوله چې د دغه غورځنګ د فعاله غړې په توګه باید خپل رول ادا کړي.
ښاغلي ارمان په تېر یو کال کې نه د ستړیا حس وکړ او نه یې هم د پاکستان د استخباراتو او ملېشې له لوري د ورکول کېدونکو ګواښونو او اخطارونو پروا ولرله. د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخلص، مبارز ، پاک زړی او زړورو مبارز له لاسه ورکړ، مګر پاکستان به هیڅ وخت هم په دغه ډول وحشتونو او ظلمونو سره د پښتون ژغورنې غورځنګ له خپل مسیر او داعیې څخه وانه ړوي او نه به هم پښتانه په دغه ډول جنایتونو سره ووېروي.