زماوستامينه جانانه زاغان نه خوشوی
چی دواړه سوځوپه يوه لاره درمان نه خوشوي
چی بی پيوند دګلوڅانګی کړی دزړه په وينو
اوس په قدم قدم غماز پتنګان نه خوشوی
دعشق تندور کی می زړګی لکه سوځلی ډوډی
چی سری غوټی می سی پری وا سره ګلان نه خوشوی
څیری ګريوانی کی پينه وهی دمرګ ټالونه
چی سوی زړونه کړی مرهم طبيبان نه خوشوی
دبی کسئ په اور کی سوځی دجنت فرشتی
چی می دسولی مرغان پر خاينان نه خوشوی
کی دملی شعور نغمی په ترنم ترنم
دسهارسترګه په اسمان رقيبان نه خوشوی
دعلم پوهی ډيوی غواړی ګلورينه ليلا
دلته دامن قتلان بلبلان نه خوشوی
لراوبر مستی کی ناری دپشتونخوا پشتونخوا
په ياقربان قربان جانان غليمان نه خوشوی
الکوزی دی سمه جار ای څورلسمی سپوژمئ
چی توری شپی کړی روڼ سهار مينان نه خوشوی
په درناوی منان الکوزی کوټه
وروستي