د امنیتي ځواکونو لیکو کې ډ‌سپلین او اصلاحات

امنیتي ادارې د مراتبو د سلسلې د رامنځته کولو او په پام کې نیولو پرته اغیزمنتیا نه لري، نو له همدې امله نظام او ډسپلین نهایت مهم دی، سره له دې چې موږ لا هم په جګړه کې د ښکېل هیواد په توګه په هره برخه کې ګڼې ستونزې لرو، خو د ولسمشر غني له برکته په تېرو څلور نیمو کالو کې هر اړخیزو اصلاحاتو ته په کتو د ښه والي هیلې زیاتې شوې دي.

په امنیتي ادارو کې دمراتبو سلسله د هډوکو د جوړښت په څېر اړینه ده. د مراتبو دا سلسله هغه مهال اغیزمنه کیږي چې په امنیتي ادارو کې دشخص پالنې جرړې ووېستل شي، که د یوه جنرال زوی د ملی اردو په چوکاټ کې سرتیری یا منصبدار وي باید پر نورو سرتېرو هېڅ ډول امتیاز ونلري او د ځانکړي پاملرنې وړ ونه ګرځي. د ولسمشر کرزي په وخت کې د دغه ډول امتیازي او توپیري کړنو او چلندونو شکایتونه زیات و چې زما په نظر دوه عمده لاملونه یې لرل، لومړی لامل یې دا و چې له یوې خوا زموږ اردو تازه د جوړېدو په حال کې وه او دویم دا چې هغه مهال جهادي ټیکه دارانو او سیاسي ډلو ټپلو او اشخاصو پراخ لاس درلود، نو دوی مستقیمې لاسوهنې او سفارشات کول.

که په امنیتي ادارو کې د مراتبو سلسله او دسپلین په پام کې ونه نیول شي نه یوازې دا چې اغیزمنتیا یې له منځه ځي، بلکې د امنیتي ادارو مشروعیت هم له ګواښ سره مخامخ کیږي که د امنیتي ادارو په چوکاټ کې د شمولیت او یا امتیازاتو تر لاسه کولو پر مهال له منل شویو اصولو پرته بل هر اصل لکه: ګوندي، شخصي، سیمه ییز ،قومي ،ژبني او نور په پام کې ونیول شي. امنیتي ادارې له ننګونو سره مخ کوي او اغیزمنتیا یې زیانمنوي د ترفیع او تقاعد په اړه راڼه اصول رامنځته کول هغه مهم اصل دی چې په امنیتي ادارو کې به بنسټیز کیږي. په دې برخه کې ولسمشر غني نه یوازې پاملرنه کړې، بلکې ځینې پرمختګونه هم لري چې له امله یې زموږ اتلو سرتېرو عالي روحیه او ښه انګېزه اخیستې ده.

د نړۍ په هېڅ ځای کې امنیتي ادارې له دسپلین پرته اغېزمنتیا نه لري په دموکراتیکو او هغه هېوادونو کې چې واک یې د ولسونو په لاس کې وي په امنیتي ادارو کې د شاملېدو او ترفیع تر لاسه کولو پرمهال ترټولو سخت شرایط په پام کې نیول کیږي له همدې امله باید یو تن په امنیتي ادارو کې د منصبدار په توګه له شاملېدو تر تقاعد پورې باید په جدي توګه امنیتي دسپلین په پام کې ونیسي. د وسلوال پوځ اعلی سرقومندان محمد اشرف غني د دغو اصلاحاتو د څارلو او د سرتېرو د ستونزو د اورېدلو لپاره بار بار د هیواد بېلابېلو ولایتونو ته تللی او هلته یې په قول اردوګانو کې له سرتېرو څخه د دوی غوښتنې او وړاندیزونه اورېدلي دي.

څومره چې په وسله وال پوځ کې نظم او ډسپلین زیات وي، نو همغومره پر امنیتي ادارو د خلکو باور زیاتېږي په اردو کې يونظم او دسپلین دپوځ داعلی مشرتابه نیولې تر ټیټې پوړۍ پورې رانغاړي د پرېکړه کوونکو ادارو سستوالى او دسپیلین په پام کې نه نیول د اردو د کمزورتیا سبب ګرځي. زموږ وسله وال پوځ زموږ اتلان دي او هیوادوال د دوی د سرښندنو قدرداني کوي.