افغان سوله او د ایرانیانو هڅې

د افغانستان ولسمشر د خپل پیاوړي منطق او استدلال پر بنسټ نړۍ وال د افغان سولې لپاره قانع کړل او هغوی ته یې وویل چې جنګ نه یوازې ګټونکی نه لري، بلکې د هیواد د ویجاړۍ او بربادۍ لامل کېږي او له همدې امله د امریکا متحدو ایالتونو په ستراتیژۍ کې فوق العاده بدلون راغی او د جنګ پرځای سولې او د افغانستان انکشاف ته هم په کې پاملرنه وشوه.

د افغانستان ګاونډي هیوادونه او نړۍ وال هم دې ته وهڅېدل چې افغانان باید نور له دې کړکېچن حالت څخه وژغورو. او افغانستان هم باید د نورو هیوادونو په څېر ازاده او ارامه واوسي او نړیوال هم ورسره مرسته وکړی چې پر خپلو پښو ودریږي.

له اوله سره نه یوازې افغانستان، بلکې د نړۍ هیوادونو په افغان جګړه کې پر ګاونډيو هیوادونو پاکستان او ایران شک درلود او دوی پوهېدل چې دوی د جنګ په دوام کې خپلې ګټې ګوري او له همدې امله د وسله والو ډلو ملاتړ کوي.

ایران او پاکستان چې دومره وخت یې د افغانستان له نارامۍ ګټه اخیستې، نو په راتلونکي کې هم خپلې ګټې په دې کې ګوري چې په دغه وطن کې جنګ وي او هیڅ وخت د قوي مرکزي دولت لرونکی نه شي. دوی فکر کوي که چېرته افغانستان پر خپلو پښو ودرېږي، نو پر مونږ به اوبه ودروي. او که چېرته افغانستان پر مونږه اوبه بندې کړې نو مونږ به له زیاتو مالي او ځاني ستونزو سره مخ شو. همدارنګه دوی د افغانستان له نورو طبیعي زېرمو، موقعیت او فرصتونو څخه هم په غیرقانوني توګه ګټه اخلي.

په دې وروستیو کې چې د سولې هڅې ګړندۍ شوي، نو د دغو دواړو هیوادونو وارخطایي هم ورسره زیاته شوې ، دوی کوښښ کوي چې اول د سولې مخه ونیسي او یا حداقل خپلې اجنډاوې د سولې په مذاکراتو کې شاملې کړي او د وسله والو طالبانو پر مټ خپلې ګټې تامین کړي.

مګر ایران اوپاکستان باید دا درک کړي چې افغانستان اوس په هر لحاظ بدل شوی دی. هغه پخوانی افغانستان نه دی چې دوی یې له منابعو او زېرمو څخه استفاده کوله. اوس افغانستان مخ په ښه والي روان دی، دلته نوې او ځوانه رهبري مخ پر غوړېدو ده. دوی به نور هیچاته د دې اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له منابعو څخه وړیا استفاده وکړي، ځکه دا منابع زموږ مربوط دي او مدیریت یې هم موږ پورې اړه لري.

کله چې ایران پر دې پوه شو چې نور د چل او زور له لارې مخته نشي تلی، نو اوازې یې ګډې کړې چې دوی له طالبانو سره په اړیکه کې دي او هغوی یې بین الافغاني مذاکراتو ته هڅولي دي. ایرانیانو له افغان ولسمشر سره دا واعده کړې چې مونږ به له افغان حکومت سره د سولې په راوستلو کې پوره هڅه وکړو.

د پاکستان له لوري هم د دغه ډول ناستو او هڅو ژمنې شوي، خو ټولو یې سر خوړلی دی، ایران هم همغه د پاکستان دروغجنې ژمنې عملي کوي او که دغه ډول ناستې د نورو په هڅونه او فشار هم ترسره شي، خو تر هغو چې دواړه غاړې صادقانه سولې ته غاړه کېنږدي، نو بې ګټې به وي.