د ټاكنو په ورځ بلخ كي ځيني سيمي قصدآ نا امنه كړاي شوي

په شمالي بلخ ولايت كي د ټاكنو په ورځ قصدآ ځيني سيمي د وسله والو طالبانو په نوم نا امنه كړاي شوي چي له دي سيمي پښتون نوماند ولسي جرګي ته رايه و نه مومي
په همدي اړه د يكشنبي په ورځ پښتنو مشرانوهم په شمالي مزار شريف ښار كي د ټاكنو په اړه احتجاجي غونډه وكړه او د ټاكنو په ورځ يي په يوه خاصه ( پښتنو ) سيمه كي يي شته ناخوالي او جنګونه وغندل
له پښتنو سره دا د سيمه ايزي اداري يوه روښانه دسيسه وه چي قصـــــــدآ يي د پښتنو سيمه
( چمتال او چاربولك ) ولسوالي نا امنه كړي او په دي ولسواليو كي يو لوي ټبر له رايي وركولو محروم پاتي شو
په دي دوه ولسواليو كي مستقيما د والي عطا محمد او جنرال داوود داوود لخوا په لسګونو ميله وسلي توزيع شوي وي چي د ټاكنو په ورځ اله ګوله جوړه كړي ترڅو دغه ياد ولس له رايي وركولو محروم پاتي شي
د ټاكنو كميسيون يو تن كاركوونكي چي نه يي غوښتل خپل نوم واخلي وويل دوي داسي شواهد لري يو لړ نوماندانو چي سيمه ايزي اداري تري ملاتړ كاوو د خپلو ساتونكو په ځواك صندوقونه ډك كړي او په ځينو سيمو كي خلك د ټوپك په زور بيرول شوي چي يوه مشحص نوماند ته رايه وركړي چي دا ټول به قرنطين كيږي
نوموړي وويل سربيره پردي چي سيمه ايزي اداري له ټول وس سره سره د پښتنو د ناكاميدو هڅه وكړه خو بيا هم ګل الرحمن همدرد خپلو رقيبانو ته غاښ ماتوونكي ځواب وركړي او انشاالله بريالئ څه چي لوړه رايه لري
ګل الرحمن همدرد د پخواني اسلامي حزب جهادي مشر او اوسني سلاكار او پكتيا والي ډګر جنرال جمعه خان همدرد زوي دي چي ټاكنو كي ولسي جرګي ته د بلخ ولايت څخه ولاړ وو،
د ا ټولو ته جوته ده چي په اكثره ولسواليو كي ټاكني نه دي شوي او صندوقونه د چارواكو لخوا ډك شوي او د كميسيون لخوا هم د قرنطين امر وركړل شوي
د كميسيون يو تن كاركوونكي وويل چي دا ځل په بلخ ولايت كي ډيرو كمو خلكو په ټاكنو كي برخه اخيسي چي ټوليزه شميره يي ۱۵۰۰۰۰ څخه نه زياتيږي