غلا وکړه تقدير شه !!!


پکه دا دی لا بلکه سپکه ، ګرانو هیواد والو آیا خبر یاست چی دا تیره اوونۍ په مراز شریف ښار کی څه پیښ شوی ، د حکومت لوړ رتبه چارواکی تللی او رسمی غله یی تقدیر کړی دی
دا کار لمړنۍ نه دی ، پخپله ولسمشر هم دا کار کړی دی ، همدغو غلو او لوټمارو ته یی د قهرمانی لقبوبه، رتبی او د غازی امان الله خان مډالونه ورکړی دی
هغه د مرحوم مولوی احسان الله احسان وینا را په یاد شوه چی چاته وژاړو ، له چا وژاړو ، څنګه وژاړو .................
د سیمه ایزو ارګانو خپلواکی اداری مشر عبدالخالق فراهی ویل کیږی چی خانزاده دی او د رشوت پیسو ته اړتیا نلری اما تحایف او ډالۍ ګانی خو نشی ردولی
هغه څوک چی د میلیارډو ډالرو غلاوی یی کړی او اوس یی هم دوسیی په لویی څارونوالی او د فساد پر وړاندی د مبارزی ځانګړی اداره کی موجودی دی د ښاغلی فراهی لخوا تقدیر کیږی او په هغه مجلس کی یی ستاینه کیږی چی د هغه کس نور سیالان ( والیان ) هم موجود دی
د بلخ غل والی عطا محمد نور یادوم ، کله چی عبدالخالق فراهی د مزار شریف ښار ته سفر کوی هلته د هماغه زون نور والیصاحبان هم را دعوت کیږی
دا چی د بلخ والی د خلکو د غلا په پیسو د فراهی ښه میلمه پالنه او ډالۍ کانی ورکوی نو په مجلس کی زمونږ خانزاده فراهی صاحب داسی وایی ( والیصاحبان محترم : لطفا دولت داری و حکومت داری خوب یعنی دزدی را از والیصاحب بلخ یاد بګرید ) دا په څه معنی یعنی تاسو هم غلاوو ته ملاوی وتړۍ د ملټ وینی وڅښی او ځمکی غصب کړی
ټول بلخیان چغی وهی چی د خدای لپاره له دی فاسد او غدار والی مو خلاص کړی ، آیا همدا والی نه وو چی له حکومت نه یی په تیرو ټاکنو کی بغاوت وکړ
همدا د بلخ والی نه وو چی بربڼد یی وویل راتلونکو ټاکنو ته نوماند دی
همدا د بلخ والی نه دی چی اوس هم یواځی جایداد یی یومیلیارد ډالرو ته رسیږی
نو د نورو والیصاحبانو به څه حال وی ، هغوی مرکزی اداری په دی ډول څرګندونو سره مجبوری چی دا ملت لوټ ا وتالا کړی ترڅو پیسی پیدا کړی ، دوی ته حق ورکړی ، غالۍ او قالینی ورته واخلی تر څو ستاینه یی وشی
د عبدالخالق فراهی په دی څرګندونو نه یواځی نور والیان خوابدی کړی بلکه د ټولو افغانانو زړونه یی له ځان څخه بد کړل ، چرته چی تحایف او ډالۍ وی هلته هره ورز ور روان دی !
غواړم د بلخ د والی هغه جایدادونه یو ځل بیا ذکر کړم چی په وار وار په مختلفو رسنیو کی خپاره شوی ، دا ددی لپاره بیا بیانوم چی د افغانانو په زړنو کی دغو چارواکو ته چی د کرزی صاحب د واکمنۍ په پیل کی یی حتی یو شخصی کور هم نه درلود ولی اوس د خپل ځان او د کورنی غړو په نومونو له یو میلیارد څخه زیات جایدادونه لری
یواځی د عطا محمد ملکیتونه
۱- د خالد بن ولید په نوم یو ښارګوتئ : چي دوالي لخوا ویشل سوی او اوس مهال په کی ۶۰۰۰ زره نمرې ویشل سوي او هر یو نمره د ۸۰۰ ډالرو نه نیولې تر ۲۰۰۰۰ ډالر خرڅي سوي او اوسنۍ بیه لسها زرده دالر ته جیګه سوې ده . په نوموړي ښارګوټي کي نژدې ۲۰۰ نمرې په اعلی موقیعت کي نوموړي دځان لپاره راګزځولي دي .
2- دباختر په نوم د سړک لاندي په یو عصري مارکیت کي تر ۲۰۰ دوکانونه دده په نامه دي .
۳- د سینا استدیو تر څنګ د بادامو مارکیټ چي اوس دده ملکیت دی .
۴- د عجب خان په نوم پخوانئ مارکیت څه اوس مهال په کي کار روان دی او ویل کیږي چي ۵۰۰ دوکانونه په او پوړونو کي به جوړ سي هم دوالي دکورنۍ ملکیت ته داخل سوی دی .
۵- د نور بزنس سنتر څه ۸ پوړه دی او ۱۰۰ دوکانونه پکي دده دي .
۶- د درمل پلورو مارکیت د مزار روغتون ته مخامخ
۷-د نور د لایزرو کلینک
۸-د نور د تیلو شرکت د مزار په دروازه بلخ سیمه کي.
۹- د میترا نور په نوم څولوړ پوړې ودانۍ چي ویل کیږي د ۴۰۰ کورنیو لپاره کورونه پکښي په څو ودانیو کي جوړیږي او هره ودانۍ ئې ۸ پوړه ده .
۱۰- د مزار ښاروالۍ ته مخامخ لس پوړیزه نوی ودانۍ چي د زرګرانو ترڅنک جوړه سوې او اوس مهال هم پکښي کار روان دئ .
۱۱-د میترا نور ترانسپورتي شرکت چي تر ۳۰۰ زیات کاماز بابري موټرونه لري .
۱۲- د میترا نور سرای د مزار کابل په لوی لاري باندي .
۱۳ ـ د مزار پخواني سینما پر ځای جوړ سوی نوی مارکیټ چي ۱۰۰۰ دوکانونه لری او څوبانګونه او د درمل پلورنکو شرکتونه په کي موجود دي .
۱۴- خالد نور پمپ استیشنونه چي د مزار په ډيرو برخو کي موقیعت لري .
۱۵- د مولانا به نوم یو بنګله د مزار د امنیه قوماندنۍ تر څنک .
۱۶ – د نوموړي خپل کور چي پکښي اوسیږي یوه څلور پوړیزه ودانۍ ده چي د چوغدک په نامه سیمه ده په دوه میلونه ډالره جوړه سوې او سنګار سوې ده .
۱۷- د ساسي دفتربه نوم دو لورړپوري ودانۍ د مزار ښار به در وازه بلخ سیمه کي دي .

۱۸ –د اختر ابراهیم خیل کور شاته یو سرای چي درې جریبه ځمکه ده او د شولګره استګاه پکښي جوړه سوی ده .
۱۹-د ولایت شاته د قاضیانو په کوڅه کي یو لوړ پوړې ودانۍ.

۲۰-سلطان راضیه لیسه تر شاه یوه لور پوړۍ ودانۍ چي یو کلینک ته په کرایه ورکرل سوې ده دده دمیرمني په نامه ثبت ده .
۲۱- د د اریا په نوم د لوړوزده کړو موسسه چي پکښي نوموړی داحمدضیا مسعود سره شریک دی او په مزار کي فعالیت لري او ۵ لوړ پوړي ودانۍ لري.
۲۲-د خالد نور د سړک جوړولو شرکت چي په مزار مهمان سرای کي چي هغه هم د والی خپل مارکیټ دی فعالیت کوي او ۴ پوړه دی .
۲۳- د مولانا جلالدین – الفلاح –په نوم دو روغتونونه .
۲۴- د سینا فر په نوم لوړ مارکیت چي ۴۰۰ دوکانونه لري او د بلخ پوهنتون ته مخامخ پورت دی .
اوس تاسو قضاوت وکړی چی څنګه کولای شی یو والی چی د لاس رسۍ ( اوپراتیفی ) پیسی یی په میاشت کی یواځی اته سوه زره افغانی دی دومره ملکیتونه واخلی
زمونږ مشران پر ځای ددی چی له هغوی سره حساب او کتاب وکړی د هغوی لا ستاینه ، تشویق او دهغو مشرانو ته د غلا توصیه کوی چی پاک ژوند یی کړی دی
پر دی ملت دی الله ورحمیژی
فراهی الله دی تاسو ته هدایت وکړی ټول پښتانه دی شرمول
و ما علینا الابلاغ
بهاند اجمیر