ولسمشر غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ

ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ د سولې په اړه ولس ته اساسي وینا وکړه، دغه وینا چې ملي رادیو تلویزیون په ژوندۍ بڼه خپره کړه، په هغه کې ولسمشر غني یو ځل بیا پر طالبان غږ وکړ هغه وویل: ”زه په طالبانو غږ کوم چې د پردیو له شومو پلانونو راووځي، خپله افغاني اراده تمثیل کړي او د افغانانو غوښتنو ته لبیک ووايي او دولت سره جدي مذاکرات پیل کړي.“

تر هغو چې طالبان خپل افغانیت او استقلال ثابت نه کړي، نو له هغوی سره د سولې مذاکرات بې ګټې دي. د مذاکراتو لپاره لومړی ګام باید دا وي چې هغوی افغان ولس ته دا په ډاګه کړي چې دوی هم افغانان دي او هم مستقل دي. تر هغو چې طالبان د ولس باور خپل نه کړي، نو نه به د سولې مذاکرات له امریکایانو سره نتیجه ورکړي او نه به هم د دغو مذاکراتو په پایله کې سوله تامین شي.

د طالبانو او امریکایانو له اوسنیو مذاکراتو څخه ولس تشویش لري. تشویش یې دادی چې ولې هر څه د بندو دروازو تر شا دي. د دې وطن اصلي مالک ولس دی. ولس باید له مسایلو، تصامیمو او پرېکړو خبر وي. مګر وسله والو طالبانو لا هم ولس ته شا اړولې او کوښښ کوي چې ولس همداسې په تاریکۍ کې وساتي، دوی په دې کار سره لویه اشتباه کوي.

د طالبانو او امریکایانو د سولې د مذاکراتو په اړه د ولس بله اندېښنه داده چې طالبان لا هم تراوسه خپله اجنډا نه لري، دوی د پاکستان اجنډا مخته بیایي او د پاکستان اجنډا به د افغانستان لپاره ویجاړونکې پایلې ولري، ځکه چې پاکستان د افغانستان لپاره ښه نیت او اراده نه لري او نه هم د باثباته افغانستان او د قوي مرکزي نظام غوښتونکي دي، مګر افغانان به هیڅ وخت نه طالبانو او نه هم بلې ډلې او ټپلې ته د دې اجازه ورکړي چې د پاکستان ناوړه اجنډاوې او پلانونه دې په افغانستان کې تطبیق کړي.

جمهوررئیس غني د خپل پیغام په یوه برخه کې وویل: ”غواړم په وضاحت سره ووایم چې که د طالبانو له خوا روانه جګړه نه وای د میلیونونو افغانانو ژوند به هوسا وای او موږ به خپلې ملي انکشافي پروژې تطبیق کړې وای، نو طالبان دوه انتخابه لري، یا به د افغانستان عظیم ملت سره په یو غږ یو ځای کېږي او یا به د پردیو د اهدافو د تطبیق وسیله ګرځي. د طالبانو له خوا تاوتریخوالی او د جنګ دوام د قوي دولت د جوړېدو مخه نیسي او دا د افغانستان د بهرنیو دښمنانو غوښتنه هم ده. “

پر افغانستان روان جنګ که له یوې خوا د بربادۍ لامل شوی، نو له بل لوري یې زموږ ګڼ فرصتونه هم ضایع کړي دي. دلته لا هم خلک د ژوند له ډېرو لومړنیو اړتیاو او اسانتیاو کړېږي. حتی له خلکو څخه یې د ژوند کولو حق مروړلی دی، نو وسله وال طالبان دې د پردیو له لمسون تېر شي. له افغان دولت سره دې خپل د سولې مذاکرات پیل کړي، تر څو هم له یوه لوري هیوادوال د ارامۍ احساس وکړي او له بل لوري ټولې ډلې په ګډه د هیواد ابادۍ او پرمختګ کې ونډه واخلي، خپل امکانات سره شریک کړي او د تل لپاره جګړو او دربدریو ته د پای ټکی کېږدي. دا څو ووم ځل دی چې ولسمشر غني پر طالبانو د سولې غږ کوي، مګر د سولې غږ د ولس غږ دی ، الهي امر دی او طالبان باید دا ځل دغه مهم غږ ته لبیک ووایي.