جنګ د افغانانو مجبوریت

افغانستان لا هم له بهره تپل شوې جګړه او د دغې ویجاړونکې جګړې زیانونه ګالي. دا جګړه د افغانانو انتخاب نه، بلکې مجبوریت دی، ځکه جګړه پردۍ ده، جګړه بهرنۍ ده. دا د افغانانو او افغانستان جګړه نه ده، بلکې پر افغانستان جګړه ده.

ترهګر او داعش غواړي چې زموږ مقدسه خاوره چې د سیمې لپاره مهم ستراتیژیک موقعیت دی تر خپلې ناولې ولکې لاندې راولي. دلته پټنځایونه جوړ کړي او بیا له دې ځایه د سیمې او نړۍ په هیوادونو باندې تروریستي بریدونه وکړي، مګر دا ارمان به یې ځکه پوره نشي چې د هیواد اتل او زړور بچیان د هیواد د دفاع په سنګرونو د خپل سر او ژوند په بیه هر ډول دفاع ته چمتو دي.

د روانې جګړې مهم اړخ وسله وال طالبان دي چې د پاکستان، ایران، روسیې، چین او نورو په نیابت جنګېږي. دوی پردی غم د افغانانو کورته راوړی دی. دوی ښه پوهېږي چې د روانې جګړې ګټه ایران او پاکستان ته رسېږي، مګر تاوان یې موږ ګالو، وطن زموږ ویجاړېږي، قرباني هره ورځ زموږ خلک ورکوي. بې ګناه ښځې او ماشومان مو شهیدانېږي. د جګړې ټولې بدمرغۍ موږ ته را تر غاړې دي.

لکه ولسمشر غني چې د دوشنبې په ورځ ولس ته د خپل پیغام په یوه برخه کې وویل: ”روانه جګړه کې افغانان هم په هوايي بریدونو کې وژل کېږي او هم په ځمکني جنګونو کې، هیڅ افغان ته د منلو نه ده چې د سنګین په څېر دردونکې پېښې بیا بیا تکرار شي. هیڅ افغان ته د منلو نه ده، چې ځوانان یې د جنګ خوراک شي او یا پردیو هېوادونو کې سرګردانه او بي سرنوشته پراته وي. هیڅ افغان ته د منلو نه ده چې د هېواد له نوم سره یې جنګ، فقر او بدبختي یاده شي او هیڅ افغان ته د منلو نه ده چې بهرني ځواکونه یې د اوږد مهال لپاره په هېواد کې مېشت وي.“

افغانان نه د جنګ غوښتونکي دي او نه یې هم طرفدار دي. دوی ډېره روښانه سابقه لري. دوی د علم، معرفت او تمدن مرکز و. دوی سوله خوښي او سوله ییز خلک وو. د نړۍ سره یې تل ښه مناسبات پاللي دي، خو وروستیو پېښو او یرغلونو افغانان په جنګ کې درګیر کړئ. افغان ولسمشر محمداشرف غني کوښښ کوي چې هیواد او خپل هیوادوال له جنګ څخه وژغوري. دوی ته نجات ورکړي، مګر د سیمې هیوادونه خصوصاً ایران او پاکستان لا هم د افغانستان لپاره توطیې او دسیسې جوړوي. لا یې هم وسله وال طالبان او نورې جنګي ډلې په غېږ کې نیولي دي او دوی نه پرېږدي چې سولې ته رامخته شي.

مګر ولسمشر غني ته لا هم سوله مهم لومړیتوب دی او هڅه یې داده چې خپل دغه مهم لومړیتوب ته ځان ورسوي. هغه وایي: ”موږ کلکه اراده لرو چې د سولې په ټینګېدو سره به د تاریخ دا تور فصل چې څلوېښت کلن جنګ دی بدلوو او د پخلاینې، ابادۍ، ترقۍ او په خپلو پښو ولاړ افغانستان نوی فصل به پرانیزو.“