
د سولې روانه بېړۍ چې تر دې دمه یې معلومات نیم ګړي دي او څوک نه پوهېږي چې دغه بېړۍ به د ساحل له څپو ځان تر ابادۍ ورسوي او که یو ځل بیا به د ګاونډیو او د نړۍ د لویو طاقتونو لکه امریکا ، روسیه او چین د خپلو ګټو لپاره په ساحل کې ډوبه کړي او د یو لوي ملت ارزوګانې به د خپلو ګټو لپاره خاورې کړي.
سوله هغه نوم دی چې هر ژوندی مخلوق ورته اړتیا لري او په خاص ډول د انسان خو د سولې پرته ژوند هم ناممکن دی چې په سم ډول په مخ ولاړ شي لکه ګورو چې د نړۍ هغه ملتونه چې سولې ته لاس رسۍ نه لري او یا د دغو ملتونو سوله د نورو هېوادونو په لاس کې ده چې د هغوي ځینې ګټې په جنګ کې دي لکه سوریه، عراق، شام ، فلسطین او د ټولو په سر کې زمونږ ګران هېواد چې د ۴ لسیزو څخه د جنګ قرباني دی او هر کله چې په دغه هېواد کې د سولې غږ راپیدا شي نو ورسره د ګاونډیو هېوادونو او د نړۍ له لویو طاقتونو رهبران په حرکت راشي او هر یو د خپلو ګټو لپاره په بهرنیو سفرونه پیل وکړي، چې هر یو په کې خپلې ګټې مطرح کړي.
که تاریخ ته په کتو وګورو هغو ملتونو چې په نورو خلکو باور کړی دی پښېمانه شوي دي لکه د شهید داود خان او ډاکټر نجیب د وخت سختې او نه هېرېدونکې شېبې چې مونږ د وخت ښه رسېدلي دولتونه لرل، خو نورو خلکو ته ځای ورکولو سره تر نن ورځې پورې نورو ته د محتاجۍ ژوند تېروو.
سوله د ټول انسانیت غوښتنه ده او بیا د افغان ملت تر ټولو لومړنۍ غوښتنه سوله ده خو داسې سوله نه چې یو ځل بیا مو هېوادوال د نورو ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شي او لکونه نظامیان مو له مینځه ولاړ شي او ټول نظامي تجهیزات مو یو ځل بیا د ګاوڼدیو هېوادونو په کباړخانو کې کباړ شي ، له ماشومانو مو خپل ملي بیرغ درې رنګونه هېر شي او د تېر په شان د خپل تاریخ څخه ناخبره لوی شي او په آینده کې د خپلې خاورې او ملت په ضد ټوپک په اوږه کېږدي او یو بل په وژلو پیل وکړي.
سوله تل د هغو اشخاصو، ډلو او هېوادونو ترمینځ کېږي چې د یو بل په ضد جنګېږي او د جنګ اړخونه وي خو دلته سوله د هغه چا سره کېږي چې په سلو کې نیم فیصد زیان هم هغوي ته نه دی رسېدلی او بله دا چې ګټه یې هم هغه څوک اخلي چې د تاوان په نوم یې کومه وړه برخه هم نه ده لیدلی نو له همدې ځایه شک پیدا کېږي چې دا څنګه سوله ده؟ چې مري یو ملت او زیان یې هم همدې ملت ته رسېږي خو خبرې د بل چا سره کېږي او ګټه یې بل ملت ته ورکول کېږي نو دا اوس څنګه سوله یاده کړو؟
د افغانستان سوله چې اوس د ګاونډیو او د نړۍ د لویو طاقتونو په لوبه بدله شوې ده او هر یو غواړي چې دا لوبه د خپل ځان په بریا سره پای ته ورسوي د دغې لوبې پېژندل شوي لوبغاړي پاکستان، امریکا، طالب چارواکي او روسیان دي خو که دغې قضیې ته وګورو نو تر ټولو زیات تاوان په کې افغان ملت کړی اولا یې کوي خو د دغې قضیې له اړخونو څخه ناخبره پاتې شوی دی او د لوبې نور لوبغاړي نه غواړي چې دغه لوبغاړی د لوبې په کولو باندې پوه شي چې د یادې لوبې وخت به کله ختم شي شي او څوک به یې ګټونکي شي؟
سوله به راشي او کنه؟ خو افغان ملت به د سولې راتګ لپاره خپله هیله او آمید ساتي او خپل ټول زور او واک به د سولې د راتګ لپاره وکاروي او چاته به یو ځل بیا اجازه ورنه کړي چې د سولې په نوم د دوي په آینده لوبه وکړي او تورسرې یې بې پردې او بې کوره کړي.
هغه غوښتنه چې د افغان ملت شریکه غوښتنه ده یوه داسې سوله ده چې واک یې د افغانانو (د افغانستان واک د افغانانو) وي. د یوې همداسې سولې په هیله چې ټول افغانان د ورونو او خویندو په شان خوږ ژوند په خپل هېواد کې وکړي.