سیاسي ثبات او د خلکو مشارکت

په افغانستان کې له بده مرغه تل له ولس څخه د ابزارو په توګه استفاده شوې. له همدې امله د بې اعتمادۍ بحران زیات شوی او اوس څوک په اسانه په چا باور نشي کولی. مګر ولسمشر غني په تېرو څلور نیمو کالو کې په دې برخه کې هم اعتماد او هم وضاحت رامنځته کړ.

نوموړی د نظام او حکومت هسته ولس بولي. هغه وایي چې اصل بادار ولسمشر نه دی ، بلکې ولس دی، ځکه ولسمشر د ولس د رایو په اساس د وطن او ولس د خدمت لپاره ولسمشرۍ ته رسېدلی دی، نو ولسمشر خدمتګار او ولس بادار دی.

د دې ترڅنګ ولسمشر غني د خپل حکومت په تېره دوره کې عملاً کوښښ وکړ چې ولس ته د مشارکت او مالکیت حس ورکړيپه دې ډول حکومت او ولس په خپلو کې سره پیوند کړي او د دوی تر منځ شته اوسنی واټن یا بېخي له منځه یوسي او یا یې حداقل را کم کړي، ځکه د سیاسي ثبات لپاره د ولس مشارکت او ګډون حتمي او ضروري دی.

د ولس مشارکت د هیواد د سیاسي ټیکاو او ثبات لپاره مهم اصل دی، خو تر دې مخه د افغانستان په سیاست کې ورته چندانې پام نه دی شوی او له همدې امله ورځ تر بلې د حکومت او ملت تر منځ واټن په ډېرېدو و. دخلکو پراخ ګډون ته دسیاسي زمینې برابرول هم مشارکت دی او هم سیاسي ټیکاو دی چې اکثریت وګړی چې په تېر کې چپه خوله و په اداره او سیاسي نظام کې پر نظر،رایې او اغیزمن اکثریت واړوي.

مګر دلته ولس د ځینو ډلو، احزابو او اشخاصو له لوري ګرواو برمته شوی دی. دوی فکر کوي چې ولس له دوی سره دی له همدې امله د وطن د خیر او ابادۍ پرځای د ولس له کتلې څخه شخصي ګټې پالې، د خلکو ځمکې غصبوي، د نورو حقونه ورڅخه اخلي. ازادۍ یې سلبوي، د وېرې، رعب او ډار خورولو لپاره یې استفاده کوي.

حال دا چې ولس د دغه ډول ناوړه اشخاصو او غیر قانوني کړنو تر شا هیڅ وخت هم نه ودرېږي، ولس د قانون واکمني او ټولنیز عدالت غواړي. ولس د وطن خیر او د ټولو هوساینه او سوکالي غواړي، خو ستونزه داده چې په تېرو څلوېښتو کالو کې ولس حاشیې ته ټېل وهل شوی دی، دوی ته یوازې نمایشي رول ورکړل شوی دی او اصل واک ورڅخه اخیستل شوی دی، مګر ولسمشر غني غواړي چې واک بېرته ولس ته ولېږدوي. ولس باید په رښتینې مانا مالک او بادار وي چې هم تصامیم ونیسي، هم پرېکړې وکړي او هم صلاحیت ولري. د دې لپاره د ولس تحرک هم مهم دی، نور باید ولس خپل سکوت مات کړي، فعال رول واخلي.

تر هغو پورې چې خلک په پروسو او تصامیمو کې پراخ ګډون ونه لري او دوی د مالکیت حس ونه کړي، نو تر هغو به ټولنه سیاسي ټیکاو ته ونه رسېږي، نو د دې لپاره حتمي او ضروري ده چې ولس ته پاملرنه وشي، ارزښت ورکړل شي او په مسایلو کې ورته اساسي توجه وشي. کنه له دې مه واره د ټولنې ثبات نه یقیني کېږي.