غزل

نه می پريږدی ياره چی تاشکل کړمه
وو لی می په کاڼو چی تا خپل کړمه
بيادی بادامی سترګی شفق شفق
کړی می سرپه دارچی تازه ګل کړمه
نه منو سرټيټ که سوغوڅ غوڅ اشنا
مست به په نغمو دا خوار بلبل کړمه
بيادی سره شونډان پرهرپرهر ګلی
بيامی کړی سنګسار چی تا غزل کړمه
هرڅوچی می ترټی نر پشتون يمه
بيابه سری غوټی لکه کا بل کړمه
بيا ېي شرابی حسن لمبه لمبه
مست به په ټپو دننګ مورچل کړمه
سورلکه ګلاب زما لمرين جانان
سپين سهارېي ګونګ لکه اجل کړمه
الکوزی چيغاری باک پری نه کوی
داد لحد مړو نن پا ګل کړمه

 
منان الکوزی کوټه په درناوی