امريکا نړۍ هڅوي چې د ونزویلا د اوسني ولسمشر پر وړاندې بغاوت وکړي

روهي (يوه نۍ/۷ د سلواغې)، له تېرې اونۍ راهيسې په ونزویلا کې سياسي وضعيت کړکېچن شوی او د پارلمان مشر ځان د دغه هېواد لنډمهاله ولسمشر اعلان کړ.

د پاالمان مشر خوان گوایدو ويلي چې د واک چارې يې په لاس کې دي او تر راتلونکو ټاکنو پوری به ولسمشر وي. نوموړي دغه بغاوت د اوسني ولسمشر نیکولاس مادورو پر وړاندې کړی دی.

امريکا د خوان گوایدو له پرېکړې ملاتړ کړی او نورې نړۍ ته يې هم ويلي دي چې مادورو پر ځای خوان گوایدو د ولسمشر په توګه وپېژني.

په ورته وخت کې د کاناډا او سويلي امريکا يو شمېر هېوادونو خوان گوایدو د ونزويلا د نوي ولسمشر پبه توګه پېژندلی او بريتانيا هم خبرداری ورکړی، چې که موجوده حکومت په يوه اونۍ کې ټاکنې تر سره نه کړي، نو دوی به خوان گوایدو د ولسمشر په توګه په رسميت وپېژني.