اقبال پېژنـــــــــــــــــــــــــــــــــــدنه (دويمه برخه)

ممفاهیمو په اړه د نورو جهانبیني ویني. تقلید د انځورونو، ترکیبونو، قالب او شکلونو او مضامینو په اړه وي. تقلید که په مطلقا ډول سره هم ترسره نشي خو کله ـ کله داسې هم وي چې د یوه شاعر/لیکوال د فکر طرز یا ډول هم تقلید کړای شي. اقبال په ډېرو شعرونو کې د تقلبید کورکرانه خبره کړې او پر دې ډول تقلید سخت انتقادونه کړي دي.

تقلید که په شاعري که د شهر هنریت او جوهر ته زیان رسوي؛ خو په ډېرو نورو مسایلو کې بیا د ثبات لامل ګرځي. زموږ د ژوند ډېرې برخې پر تقلید ژوندۍ دي او که موږ یې بیخي نفي کړو له حرکته به ولویږو او یا به بیخي بطي شي. د همدې لاهورې خبرې دي چې وایي:
ملت از قلید می گیرد حیات

او یا دا چې:
نقش بر دل معنی توحید کن
چاره ی کار خود از تقلید کن
اوس دلته د تقلید په وړاندې د اقبال مبارزه وګوری:
از مسلمان دیده ام تقلید و ظن
هر زمان جانم بلرزد در بدن

یا:
چاک کن پیراهن تقلید را
تا بیاموزی ازو توحید را

او:
شرق را از خود برد تقلید غرب
باید این اقوام را تنقید غرب

بل دا چې:
اګر تقلید بودی شیوه ی خوب
پیمبر هم راه اجداد رفتی
او ادبي غلا بیا بیخي مطلقه غلا وي، سرقت کوونکی شکلاً او فکراً د یو چا مضمون په خپل نوم کوي. ستا مال او تخلیق په خپل ملکیت حسابوي، یا له بلې ژبې مضمون را ژباړې او د خپل ایجاد په بڼه یې نورو ته د شعر یا نثر په شکل وړاندې کوي. دا ډول عمل تر ډېره پورې ابتدائي او بیخي ابتدایي شاعران کوي. هغه شاعران چې مشهور وي له دې برخې ډېر ځوریږي. دوی، ددې لپاره چې تصادفاً یې له نورو سره خبرې ورته نه وي، پر خپل ایجاد هم کله ـــ کله شکمن شي. خلاصه دا چې ادبي غلا ټولنېزې غلا ته ورته ده؛ لکه یو څوک چې ستا لرغګون ستا له لاسه کش کړي او له ځان سره یې یوسي، لکه یو څوک چي ستا له جیبه پیسې ووهي او نور... .

دوهم بحث دادی چې د اغېز دلایل څه دي او ګټې یې کومې دي؟
اغېز په لوستونکی کې د کنجکاوی حس پیاوړی کوي، مطالعې ته یې هڅوې او معلومات یې ډېروي. زه چې د احمد افکار لولم نو پر ما اغېز ښندي وایم چې څومره لوی مفکر سره مخ یم هڅه کوم فکري او معلوماتي توازن مو تر منځ راشي. بله ګټه دا چې، په دې مې پوهوي چې له ما پورته ډېرې سټې شته. نو که غواړم ځان برابر کړم مطالعه به کوم، معلومات به ډېروم، علوم به لولم او د تورو عمق ته به ځان رسوم. د اغېز یو ستر لامل د نورو شاعرانو / لیکوالانو مطالعه ده، چې تیښته ترې ناشونې ده؛ ځکه دا تیښته له مطالعې تیښته ده نه له تقلیده.

لوی شاعران په لومړیو کې دومره ستر نه وي څومره چې د یو چا له لوستلو او اغېزمنیدلو څخه وروسته نوموتي شي، مولانا که عطار او د هغه له منطق الطیر، د سنائي له حدیقه الحقیقې لوستلو او لیدلو څخه برخمن نه وی، د مثنوي غوندې شهکار یې به یې څنګه پنځولی و. غني خان که د ټاګور او خیام له فکره ناخبره او نالوستی پاتې شوی وای، دومره نبوغ یې نشو کوای، او بلاخره که اقبال لاهوري(رح)، مولانا(رح) نه وای لوستی نو شعر او فکر به یې دمره غښتلی او منلی نه و. مولانا د عطار او سنایي، غني خان د ټاګور او خیام لوستیونکي وو د هغوی فکرونو، باورونو، ایډیالوژیو، پوهې او بصیرت پرې اغیز کړی وو. مانا دا چې له هغوی متأثره وو خو مقلیدین یې نه وو. دا خبرې مې د یو بل د لوستلو او اغېز په پار وکړې ددې لپاره نه چې دا لوی خلک له یو بل سره پرتله کړو.

ما وویلې چې د فارسي ژبې ستر صوفي او عارف شاعر مولانا جلال الدین بلخي له سنایي غزنوي او فرید الدین عطار څخه پوره ـــ پوره متأثر و. دی ددې لپاره چې خپل مقلدبودن نفي کړي وايي:
اگر عطار عاشق بد سنایی شاه و فایق بد
نه اینم من نه آنم من که گم کردم سر و پا را

بیا مو د غني خان خبره وکړه چې له ټاګور او خیام متأثر شاعر و. ده له ټاګور سره د شانتي نیګین ښوونځی ولوست او له نژدې ورسره پاتې شو، دومره چې فلسفي او فکري نژدیوالی يې بیخي سره نژدې دی. همدا ډول غني خان د خیام په اړه وايي چې:
یوه مسته او شیرینه عجیبه د غم نغمه یې
د سرو زیړو ګلو ډکه یو رنګینه مقــــــــبره یې۲

اوس چې د اقبال خبره ده؛ نو دا لوی شاعر له درېو سترو شاعرانو متأثره و دا درې شاعران (مولانا جلال الدین بلخي، سنايي غزنوي او پښتو ژبی شاعر خوشحال خان خټګ) وو. دی چې د مولانا مثنوي یې ډېره لوستې وه له دې لوی شاعر د نورو په نسبت زیات اغیزمن و. ټوولګي کې مې ملګري راته وویل چې (مولانا او سنايي) د اقبال لاهوري(رح) تختِ خواب(د خوب کټ) و. وایي چې اقبال په لندن کې د مولانا مثنوي په اتاق کې لوستله چې له خولې یې یوه چیغه ووته. پر اقبال د مولانا یو بیت دومره اغېز وکړ چې د کوټي ګاونډیان یې پرې خبر شول او د اقبال تر دروازې را ورسېدل، بیت دا و:
دوست دارد یار این آشفتگی
کوشش بیهوده به از خفتگی

دا کوچنی حکایت موږ ته وایي چې دی له مولانا څومره متاثره و؟ لاهوري پر ډېرو زیاتو بیتونو کې د مولانا د لوست او شناخت خبره کوي. اقبال شعر کې کله هم د مولانا او کله هم د رومي ناري وهي، له هغه خبرې غواړي او د فکر بیانولو هڅه یې کوي. په خوبونو کې مولانا سره خبروي کوي او د هغه په خوبیزو تمثیلونو پسې ګرځي. ځینې وخت د مولانا خپلې خبرې په هماغه اصلي بڼه را نقلوي او په خپله شاعرۍ کې ورته ځای ورکوي. د مولانا په اړه له اقبال سره ډېرې زیاتې خبرې دي. دلته یې څو بیلګې د یادولو وړ دي. لاهوري په یو ځای کې دده په اړه وايي چې:
پیر رومی خاک را اکسیر کرد
از غبــــــــــــــارم جلوها تعمیر کرد

یا دا چې:
شراری جسته ئی گیر از درونم
که من مانند رومی گرم خونم
اقبال له مولانا سره نژدې او همزمانه نه دی پاتې شوی، ځکه خو یې دا ارمان دی چې مولانا ورسره خبرې وکړي، او د هغه له فکر او رازونو خبر شي:
من به رومی گفتم ای دانای راز
بر رفیـــــــــــــــــــــــــــــــــق کم نظر بگشای راز

که لږ نور هم ور وړاندې شو نو اقبال، مولانا ته د پیر یا مرشد خطاب کوي، او ځان د هغه مرید بولي. دا ډېره لویه خبره ده چې یو اردو ژبۍ شاعر ــــــــ
نور بيا .....