نړیوال جام او زموږ لوبډله

له هغې ورځې وروسته چې دولت احمدزی د سلېکشن کمیټې مشر شو، له هغه تاریخه را په دې خوا چې ګلبدین ناېب یې د لوبډلې لوبډلمشر کړ او له هغې شیبې وروسته چې له څو اړخه نابریالۍ پنځلس کسیزه لوبډله اعلان شوه، نړیوالو لوبو کې د افغانستان سعادت او بخت ورک شو. موږ په دومره لوی تاریخي ایونټ کې نه د لوبغاړو جذبې ولیدې، نه مو د اتلانو مستۍ او جذبې احساس کړې، نه یې په شوق منډې وکړې او نه یې په دبدبې سره بالونه را ټول کړل، نه یې بیټ مات کړ او نه یې هم ویکټې چپه کړې، نه بالونه ورک شول او نه هم افسانوي لوبغاړي ځلیږي. زموږ د هیلو او مینې پر دې سفیرانو څه ټکه را ولوېده؟ چې نه یې احساساتي کړو، نه یې وژړولو او نه یې هم شوخي راکړه؟

موږ د کرکټ په یو لوی او تاریخي ټورمنټ کې له نیکه بخته چې ګډون کړی؛ اېرلنډ، هالنډ، سکاټلنډ او زمبابوې غوندې لوبډلې ددې ټورنمنټ لپاره د کریېر بدې شپې او ورځې تحمل کوي؛ ځکه همدې لوبډلې یې چانس ورختم کړ او نن یې له ډلې دا افسانوي ټولګه د نړېوال جام کرېکټ کوي. خو که نن زموږ پر ځای اېرلینډ راغلی وای له کوم برخلیک سره به مخ و؟ دا لوبلړۍ به یې څنګه لوبوله او که زموږ په څېر یې نابریالۍ هڅې کولې یا بله کومه لوبډله چې لوبغاړي باید پرې فکر وکړي. زه باور لرم نن ډېرې خام کرېکټه لوبډلې زموږ پر لوبو خاندې او د یوه خورا کمزوري ټیم په سترګه راته ګوري. زه امید نلرم چې نورې لوبې دې هم وګټو یا یې برابرې کړو یا یې په ښه مورال ترسره کړو؛ مګر دا هله شوني دي چې، لوبغاړي د کمترۍ او نابریالیتوب احساس ورک کړي، نه زغمونکي لوبډلمشر ته لاسونه ورکړي، د لوبغاړو پوزیشن بدل کړي او د شهزاد بدیل پیداکړي (کوم څه چې لوبډلمشر او سلېکټر نه جبرانېدونکې تېروتنه کړې). سرېلنکا ته مو اسانه لوبه بایلوده، افریقا سره مو غیرمسلکي سیالۍ وکړه، اسټرلیا او نیوزیلنډ ته مو ښه په نره سرونه ټېټ کړل، انګلستان سره خو مو لوبه هغسې وه، اوس چې هند، بنګلدیش، ویسټ انډيز او پاکستان سره سیالۍ را روانې دي د ګټې او ښو لوبو چانس ۳۰ سلنه شته او موږ کله ـــ کله اتیا سلنه چانس هم له لاسه ورکړی دی. په هر حال موږ د خپل کرکټ څومره عجیبې او غریبې ورځې بیګاه کوو او د خوښیو امیدونه مو پر یوه منظمه دایره کې د وتر د اوږدوالي له امله، نه را غونډیږي خو ټیم یې په شیبه کې په سانتي کې رامات کړي.

لوبډله چې نړیوال جام لوبوي د خوښۍ خبره ده؛ خو زموږ لپاره یوازې ددې ټورنمنټ لوبول مهم و او که نور څه هم راته مخکې وو؟ د کرکټ ټول پخواني او اوسني ریښتوني لوبغاړي او مبصرین پر دې غږیږي چې ولې د افغانستان لوبډله له دې تذلل او تساهل سره مخ شوې ده؟ نه یې لوبه کټلې او نه یې ښه لوبه کړې، نه یې مینوال خوشحال کړل او نه یې د یوې ښې لوبډلې انځور وړاندې کړل؟ زموږ جذبې او شوخي قتل شوې او په جام کې ګټې پلمه د عنقا مرغه شو. هغوی چې د لوبډلې او مینوالو پر جذبو او اعتماد یې ملنډې ووهلې، دې پوښتنو ته څه ځواب وایي. دا به هم خورا بدبختي وي چې د شهر ناپرسان مشران د مسؤلینو غوږونه ور تاو نکړي، چې په کوم دلیل او کومه موخه یې د لوبډلې ترکیب جوړ کړی و او جوړوي یې. لنډه دا چې موږ سره ظلم وشو او زموږ مینې، شوق او اشتیاق خړوب نشو لوبډله بې جذبې، بې حوصلې او بې مزې شوه.