
مامابه مې دخپلې عسکرۍ کیسې دومر په خوندسره تیرولې چې دویلوپه وخت به یې چا سوڼ هم نه واهه ټول به لکه ټوغکي وهلي چرګان ګردچاپیره ورته ناست وو اوډیروبه خولې وازې نیولې وې ،که څه هم په کلوکې داډول کیسې چې معمولاسپین ږیري کسان په کې دخپلې ځوانۍ کیسې اودعسکرۍ دوخت خبرې کوي معمول وي اوحتی دهمغه پخوانۍ ملګرۍ په حساب تراوسه یارانه اودکورنیوترمینځ دوستانه پالي . خوزماد سیدا ګل ماماکیسې له دې ټولونه فرق درلود هغه به دعسکرۍ اوځوانۍ کیسې داسې په خونداوځانګړې لهجې سره بیانولې چې زموږخولې به ورته وازې پاتې وې اوفکربه موکا وه چې کوم ښکلی هندي فلم ګوروحتی ددې جرئت به هم راسره نه وو چې په مینځ کې کومه پوښتنه ورڅخه وکړو .
ددې کیسونه هره یوه په زړه پورې اوښکلې وه خوهغه چې دټولوپه سترګوکې به ورسره اوښکې راوګرځیدې دیوه سرتېري عجیبه کیسه وه چې خپله به دسیداګل ماماپه سترګوکې هم ورسره اوښکې راوګرځیدې .
жжжжж
زه شل کلن زلمی وم چې له کلي یې په زورعسکرۍ ته بوتلم هغه ورځ مې کله هم نه هیریږي موراوخورګانومې په چیغوچیغوداسې راپسې ژړل لکه دمرګ خولې ته چې روان وم دکلي څونورزلمي هم په دې پچه کې راغلي وو چې بایدخپل نوبت تیرکړي ، دکلي ماشومانواوله په بامونوولاړو ښځوراپسې کتل اوزمازړه درزیده ځان داسې راته ښکاره شولکه بیاچې بیرته نه راځم لکه په ماچې داعدام حکم شوی وي ، په یوه شیبه کې له راغلوکسانوسره په موټرونوکې سپاره شوو اومخ په پلازمینه روان شوو ، په همدې فکرونوکې خوب راغلی وو دمورژړانده سترګې مې په سترګې کې وې خوپلارمې ځکه یوڅه ډاډه وو چې خپله یې هم دغه دوره تیره کړې وه نوځکه هغه پوهیده چې دغه دوره بایدتیره کړم اوتیرول یې زموږدټولې کورنۍ په ګټه دي ، ماهم په دې ځانته ډاډورکړچې بله لاره نشته بایدله زړه نه خدمت وکړم په موټرکې اوده شوم وم یووخت مې پام شوچې موټردریدلی سرته مې یووسله وال سرتیری ولاړدی ماخوځوي .
پاڅه والکه چې نه ښکته کیږې ؟
په یوه فوځي مرکزکې ولاړوو ، ولاړسرتیري ته مې وکتل له فوځی جاموسره ښکلی ښکاریده هرڅه یې راته ډیرپاک معلوم شول په منډه لاړم په نوروملګروپسې له موټره چې خړترپال ورباندې کش وو ښکته شوم ، ټول یې په لیکوودرولواو ددې ورځې په سبایې فوځي جامې اویویوټوپک راکړ، بیایې تمرینونه راباندې پیل کړل په فوځي مرکزکې یې هره ورځ منډې راباندې وهلې په وړو وړوغونډیوبه یې دخروغوندې دشګواوخاوروپه بوریوبا رولواودشپې یې په ګزمواوپیروستړي کړي وو.
یوازې ماسختن به مو یوڅه ارام کاوه اوله ملګروسره به مودخپلوکلواوکورونوپه اړه خبرې کولې په اولووختونوکې دومره تنګ وم چې خوب هم نه راته خوکله چې له ملګروسره اشناشوم دغه ستونزه مې ورکه شوه یوازې دبهادرپه نامه یووچ ځوان وو چې تراوسه یې داولوورځوپه څیرسترګې له ژړانه تکې سرې وې اوچې کله به یوازې شو نوپه زوره ،زوره به یې ژړل په شپوشپوبه ویښ وو، وروسته خبریې قومندان ته یې اقرارکړی وو چې په کلي کې مین دی اودیوې نجلۍ په مینه کې ځوریږي ، وروسته له دې نوموږټولووروسره پوره ګزاره کوله اوهڅه به موداوه چې خوشحاله یې وساتو، چابه که دسندروکوم نوی کسټ پیداکړنوبهادرته به یې ورکاوه اوهغه به هم دشپې دپیرې په مهال ترسهاره ټوله په خپل ټیپ کې یوه خوابله خوا اړوله یوه ورځ ورته له کوره لیک راغی له لوستلووروسته یې فکرخراب شوپه لیک کې ورته لیکل شوي وو چې په ده مینه نجلۍ یې بل ته ورکړه اونوریې په کورکې خیرخیرت دی ، حالت یې له پخوانه خراب شو،دلیونتوب علامې په کې څرګندې وې ترنیموشپوبه یې موږهم په سندرواوشعرونوله خوبه ویستي وو، خودچابه چې پیره وه نوکاربه یې جوړوو اوبهادربه یې ورسره کښینولی وو ، کله چې قومندان ورباندې خبرشو له عسکرۍ یې معاف کړهغه ته یې اجازه ورکړه چې نوره عسکري پریږدي اوخپل وطن ته لاړشي خوویل یې چې نور ورته په کلي کې داسې څوک نه دي پاتې چې دی ورشي بایدهمدلته خدمت وکړي ، هغه نورکلي کورته له تلونه قسم وکړدقومندان په دفترکې یې دنده ورکړه چې هغه خدمت وکړي موږهم ورو ، وروبلدیا پیداکوله وختونه تیریدل بهادربه له خپل نوبت پرته هم پیره کوله اودټولومجلسونه به ورسره ګرم وو وختونه تیریدل اوزموږنه هم سرتیري جوړیدل له سختیوسره له مجبوریته روږدي شوو هغه ورځې هم راورسیدې چې خپله دوه کلنه دوره مې پای ته رسیده وروستۍ شپې ورځې مو وې یوماښام قومندان خبرراکړچې سباته بیرته کورونوته استول کیږو، ټول خوشحاله وو ، یوبل ته موخپلې پتې اونښې ورکولې یوازې بهادروو چې په سترګوکې یې کومه هیله نه وه ،په هره خبره کې غلی وو اودپخواپه څیریې کورنه یادولوهغه ورځ هم راورسیده چې زموږدعسکري خدمت اودرې کلنې دندې وروستۍ ورځ وه ټول یې په خوښۍ رخصت کړو بهادرهم چوپه خوله دفوځی مرکزتردروازې پورې زموږسره روان وو، نورو ملګرومې په خوښۍ کې هغه هیرکړی وو خوماخپله پنډه په ځمکه کیښوده دمخه ښې غاړه مې ورکړه اوښکې مې یې ورپاکې کړې ورته ومې ویل
بهادره ته څه وخت کلي کورته ځې؟
هغه جدي شو کله چې مړشم هیڅکله هم نه ځم زه همد لته اوسم تګ څه فایده لري ؟ زه ټول عمرستاسې په ځای پیره کوم هغه خواوس نشته او...
لږټکنی شوغاړه یې راڅخه کش کړه بیرته یې دمرکزپه خوامنډه کړه .
سیداګل مامابه چې کیسه دې ځای ته راورسوله نوله سترګوبه یې په سپینه ږیره څوڅاڅکیه ګرمې اوښکې راوڅڅیدې .
۱۳۸۹-۶-۲۷
دولسي جرګې دټاکنوورځ – جلال اباد صفاکمپلکس دفتر