
دپنجشنبې ورځ ورته ډیره په زړه پورې وه ، بیګا باران ورید لی وو ، اودسهارپه ځلانده لمرکې هرڅه دومره ښکلي ښکاریدل لکه چاچې په لوی لاس داډول منظره جوړه کړې وي ، دبڼ دونوهرې پاڼې دلمرشغلوته یوډول ځلاکوله دبڼ په یوه څنډه کې دپوهنتون ددرسي خونوتعمیرونه چې تازه رنګ شوي وو ،دومره ښکلي معلومیدل لکه دشیشې پوښ یې چې ورکړی وي ،دسهیل له هرقدم سره دپلې لارې له څنډودپرخې څاڅکي د تورپتلون پایڅوته وربادیدل اوده هم یوډول خوندورنه اخیسته ، داسې ورته ښکاریده لکه پوهنتون کې یې چې له تیرو ددوکلونوراهیسې دلومړي ځل لپاره داسې یوه ورځ لیدلي وي لکه یوکلیوال سړی چې ښارته لاړشي دصبرلوړو ونوته یې وازه خوله نیولې وه ،دمرغانوشور، ماشور اوسهارنۍ وږمه چې دسیندله خوانه راتله هغه ته عجیبه ښکاریده زړه یې غوښتل مرغه شي ،له خپلوکتابونوسره چې په تروبیک کې یې اچولي وو ، والوزي ،دپوهنتون په پراخه بڼ کې وګرځي ، اوزرټولګي ته ځان ورسوي خپل ټولګیوال دپخواپه څیرپه غیږکې ونیسي ، څوقدمه چې وړاندې لاړنورهم حیران شو ، دشهادت ګوته یې په غاښ کیښوده ، اودیوه تعمیرپه مخ کې یې دزده کوونکواواستادانوګڼې ګوڼې ته پام شوچې په یوه کوچني پټي کې یې دتخمونواور کرښوپه سرجنجال وو ، ترچنګ یې څومحصلین دنوي جوړیدونکي تعمیرڅنګ ته په جنجال وو ، ټولویوڅه په کتابجوکې لیکل بیابه یې دتعمیرچې خالي اسکلیټ ته ورته وو ،پاس منزل ته کتل .قدم یې تم کړلکه لیونی له ځان سره په خبروشو
واه ، واه دمحصلین څومره ښکلي شوي ، وګوره له مخ نه یې نور وریږي داڅنګه یوبل ته خاندي اوهو....عجیبه ده لکه خوب چې وینم ، واهغه اکملی ګوره ترپرونه چاڅنګ ته په څوکۍ نه پریښوده نن یې دانجینرانوخولۍ په سرکړې اوپه تعمیررجې راکاږي .
همداسې وړاندې لاړه سریې ځوړنداچولی وو ، غاړې ته یې لاس کړدپوهنتون کارت یې له غاړې رابهرکړخپل تصویرته یې وکتل اوبیاشونډوته نږدې کړبیاهم له ځان سره خبروته دوام ورکړ.
زه اوس له چاکم یم ، ماته هم خلک ډاکترسهیلی وایي ،سهیلی یې خیردی له مینې به راته وایي خوډاکترخوراسره راځي .که ډاکترنه یم نوسره له اوسه خومې ترروغتونه ځان رسولی داسې وخت به راشي چې معاش به راکوي ، بوه بله دریشي به هم واخلم ، دوی خوبه نه راته وایي چې راغلی یې همدایوه دریشي لرې په دې کې نوڅه خبره ده پاکه ده اخیرله ډیروکسانونه خوپاک ګرځم ،خبرې یې بس کړې تګ ته یې دوام ورکړ،دخپل ټولګي په وره کې تم شو ټک ټک یې وکړبیايې ځان ته وکتل دلومړي ځل لپاره یې دډاکترانونوې سپینه چپنه اغوستې ورخلاص ورننوت ،دټولوټولګیوالودموسکا ډ کې خولې ورته راواوښتې اودواه واه سهیل جان راغی نارې اوچتې شوې ټول ښکلي شوي وو اوسپینې چپنې یې اغوستې وې اودحاجیانوغوندې معلومیدل ، سلام یې وکړناڅاپه ورغی دبوډا ستادلاسونه یې ښکل کړل خپلې ټولګیوالې غوټۍ ورته څوکۍ پریښوده هغه شاته پاڅيده .اوده ته یې په معصوم اندازوکتل .
ډاکترسهیله کښینه ته خوډیره موده وروسته راغلی یې .
حیران شو په څوکۍ کښناست اوله ځان سره یوځل بیاپه خپروشو .
خدایه داولې وايي چې ډیره موده وروسته راغلی یې زه خوهره ورځ راځم صرف نن مې دریشې لږپاکه مینځلې .
سپین ږیري استاد ده ته وکتل اوپه موسکایې وویل
سهیل بچولږوختي راځه چې مهم درس درنه تیریږي .اخردانورهلکان هم له لیلیې نه راځي خو...
ده یې خبره ورپرې کړه .
وبښه استاده نن پنجشنبه ده کورته ځم ځان مې چمتوکولو
ټولووخندل اواستادبیادخط کش غوندې اوږده دړه په څنګ کې ولاړانساني اسکلیټ ته ورنږدې کړه .
بچیانودانسان مغزیوداسې کمپیوټردی چې تراوسه یې یوازې پنځلس فیصده برخه په کاراچول شوې څوچې خپله دغه شتمني دوطن لپاره وقف نه کړو دسوکالۍ خیال کول ډیره لرې خبره ده، هروخت به د نورومزدوران وو .وروسته له دې یې دانسان دمغزپه اړه لکچرته دوام ورکړاودسلوپه شاوخواکې محصلینوورته غوږنیولی وو ، په ټولګي کې یخه هوا چلیده دلویوکړکیودشیشوپه وړاندې دبڼ ونوټالونه خوړل اومرغانوشورماشورجوړکړی وو.سهیل هم دغوږاستادته نیولی وو اوترڅنګ یې دمنظروننداره کوله چې نن ورته ډیرې عجیبه ښکاریدې دلویواوکوچنیوونو و دسرونوپاڼې اوشنې څانګې دلمرپه وړاندې هره خوازنګېد لې اوسهیل یې دماشوم په څیرله ځان سره اخیستی وو ،داسې ورته ښکاره شوه لکه دغه ونې چې یې پخوانه وي لیدلې بیایې فکروکړ چې شاید بیګاني باران به دومره ښکلې کړې وي .
دوه درې ځله بوډا استاد خپلې خواته راجلب کړاودرس ته یې دغوږنیولوورته وویل خویوه شیبه به نه وه تیره چې بیابه یې پام دکړکۍ خواته واوښت ،خدای خبرپه کوموخیالونوکې به تللی وو ، چې بوډا استادیې په پوره زورسره ښی غوږکش کړپورته یې ترپ کړسترګې یې په مخامخ په لس پوریزه ودانۍ ولګیدې دکولنګ لاستی یې له موټې خطاشو ، دودانۍ ترمینځ په وړه کنده کې یې دخاورو اوګټوپه مینځ دیواله ته ډ ډه وهلې وه غوږ یې داستاد په ځای دایراني صاحب کارپه لاس کې وو اودهغه نارویې په غوږکې انګازې کولې .
بچیم بالاشواين جای خواب کدن نیست .سترګې یې وموښلې دټولګیوالوڅیرې یې له ذهنه بیرته یوه لرې ویجاړ هیوادته وتښتید لې ، ساعت ته یې وکتل وریاد شول چې نن یې په پوهنتون کې دټولګیوالود وروستي سمسټرازموینې پیلیږي .
۱۳۸۹-۶-۲۵ جلال کوټ