دا جملې خپلو اولادونو ته مه کاروئ

که چیرې غواړي اولادونه مو ځواکمن او د او پیاوړی ذهن خاوندان اوسي؛ نو د نور منفې جملو تر څنګ دا جملې هم خپلو اولادونو ته مه کاروئ.

۱: ما زوی/ لور غوښته
۲: په خپل ظاهر کې بدلون را منځته کړه
۲: مه ژاړه
۳: ستا احساس واقعیت نه لري
۴: چلند دې ماشومانه دی
۵: په خبرو دې باور نه لرم
۶: ولې نه پوهېږې ؟
۷: یوازې دې پرېږدم
۸: مور دې ښه چلند نه لري
۹: له تا مخکې آزاد وم
۱۰: ته باید دا مسلک وټاکې او زده یې کړې

د اولادونو په روزنه کې ‌‌‌‌‌‌ډیر اساس اوسئ، پيل کې یې چې خوله تویه وي، هغه خوله دی چې ورسته د سترګو تویږي، که چیرې غواړی چې یاده خوله د اوښکو په مثابه له سترګو مو توې نشئ؛ نو هغه د خولې په ‌‌‌‌‌‌ډول یې په روزنه کې توې کړي.
مثبت ذهنیت ورکول ستاسو د اولادونو پیاوړي او راتلونکې بدلولې شې، تر کوم حده چې کولاې شې وي هڅوي، وړوی وړوی کړنې چې جنبه یې مثبت وي تشویق یې کړي، او هغه شیان ورته واخلې چې دوي ته ‌‌‌‌‌‌ډير ارزښت لرې او پرې خوشحاله کیدلاې شي، یادی هڅونې هغه څپي دې، چې ورک شوې د کښتې کپټان در ساهل رارسوي.

ښه روزنه د یوه ټولنې آبادې دی، په یاد ولری که چیرې مو روزنه مثبت او ښه میوه مو ټولنې ته وړاندې کړه نو احر به یې د یوه نړۍ په کچه در په برخه شې، نن چې په کومه نړۍ کې ژوند کاوه د یوه انسان پاتې شوې حاصل دی.
حکمت رحماني