د ژوند دوهم نوم!

که چیرې د ژوند نوم بدلېدلی او نوی نوم ورته ټاکل کیدلی نو ما یې نوم هیلې او رنګونه کیښود.

ژوند ټول خوږ دې، او ټول باید هڅه وکړو چې په مسکا، خندا او خوشالیو باندې یې تیر کړو.

دا حقیقت دې چې مونږ ټول مځکې ته د یو امتحان په پاره راغلي یو، نو باید هڅه وکړو او د توان تر حده باید خپل اعمالو ته غوره بڼه ورکړو.

تر څنګ یې باید زیار وباسو تر څو د ځان او نورو په پاره هم یوه ښکلې نړۍ جوړه کړو او تر نهایې حد هغې نړۍ نه خوند واخلو، دا نړۍ ‌‌‌‌‌‌ډیر کم عمر لرې، زما په اند خو باید هیڅ وخت غم او تاوتریخوالې ته په کې اجازه ورنکړو.

په همدې اساس ما دغه نوم ورته غوره کړی. هیلې په دې مانا چې ټوله دنیا په هیلو او ارمانونو خوړل کیږي، هیڅ داسې شی زه په کې نه ګورم چې هغه سل پر سل د ترسره کولو امکان یې وي، بریالي کسان هغه دې چې خپله نړۍ ارماني کړي او د هغه ارمانونو په عملي کولو کې نن تر بلې ورځ زیار او کوښښ وکړېي، هغه ارمان چې ورته خوب ګوري که تاسو یې د عملي کولو هڅه وکړي نو په دې باورمند اوسي چې هغه به حقیقي بڼه خپله وي.

رنګونه هم په هم دې اساس د ځان نه ښایسته او غوره موخي لرې، دغه نړۍ کې که رنګونه نه وي نو نړۍ به ‌‌‌‌‌‌ډیره بې خونده او زړه نیونکې وه، همدا رنګونه دې چې نړۍ ته ښکلا وربښي.

تاسو هم کوښښ وکړئ؛ چې خپل نړۍ د رنګونو په ترکیب جوړه کړئ او هر برخې ته یې مختلف رنګونه وټاکئ. ددې تر څنګ به نړۍ ستاسو ملګرتیا ومنئ او هر ورځ به نوي رنګ در بښې. ټول روح به مو تازه وي او ژوند نه به تاسو په پوره مانا خوند واخلئ.