
هر ډول فکر او دید له دریو لارو ترلاسه کیدای شي،لومړی دا چې (( فکر د فکر زیږنده)) ده، دوهم ډول فکر او لیدلوری ((د تعقل)) له لارې پیدا کیږي او دریم بیا د (( ټولنیزو موضوعاتو، واقعیتونو، برداشتونو او پیښو )) له امله ترلاسه کیږي. مانا دا چې زه که د احمد فکر لولم او د هغه لیدلوری مطالعه کوم، دا لوست او مطالعه که ماته د احمد په څېر لیدلوری راکوي نو ما د احمد د فکر کاپي کړې او د صحت او عدم صحت خبره یې مطلقه نه ده. دوهمه لاره بیا د انساني عقل تقاضا ده، که زه نه لوست وکړم او نه د بل په اړه بیخي آګاهي ولرم د عقل تقاضا ده چې باید په اړه یې یو نظر او دید ترلاسه کړم او نورو ته یې ورسوم. په روستۍ برخه کې فکر بیا د فعالیتونو، ستونزو، کړاوونو او شخصي مسایلو له لارې پیدا کیږي. خبره چې د اقبال ده نو د ده په اړه هم زموږ د د اکثرو لیدلوري له دوهمې او دریمې لارې ترلاسه شوي دي.
په دې ورستیو کې دوه معتبرو رسنیو د محمد اقبال لاهوري په اړه لیکنې کړې وې، یوې یې اقبال په ادبي سرقت تورن کړی و او بلې یې غوښتل چې د اقبال دیني، مذهبي او فلسفي ایډیالوژي زیانمنه او د هغه موقف ته ضربه ورکړي، یا لږ تر لږه د اقبال په شخصیت او موقف باندې سیوری واچوي، او پر هغه لیدلوري او باور باندې چې د اقبال مینوال یې و دۀ ته لري، زیامن کړي.دریمې ډلې چې اقبال ته یې همیش د حقارت په سترګه کتلي هغه ځوانان او افغانان دي چې د افغانستان هر ډول بدبختي (اجتماعي، نظامي، سیاسي، اقتصادي او ...) د پاکستان پر حکومت ور اچوي. که څه هم د دومره لویو اشخاصو ریښتيني لووستونکي د بېلابېلو کړیو له لوري ورته خطشې بې پامه نیسي؛ خو پر نسبي ابتدایي او ټولنیز قشر باندې اغېز ښندي. ځینې حالاتو کې ورته هڅې د یوې بېلې او مخالفې ایډیالوژۍ هڅې وي چې اړوند لوري یې و زموږ ملګرو، وروڼو ، هیوادوالو او دوستانو ته ورکوي، چې روسته دا باورنو او فکر زموږ د عقیدو او باورونو په خلاف را پورته کیږي، له موږ زغم اخلي او تشدد ته لاره حواروي.
هر بن آدم خطاکار دی او غوره خطاکاران هغه دی چې توبه وباسي. شاعر، ادیب، ملا، عالم، معلم، فیلیسوف او مذهبي مشر تیروتی دی، مطلق ښه او بشپړ برابر سړی زما تر سترګو نه راځي او نه تېر شوی دی. مانا دا چې د مطلق ښه بودن خبره له هرچا نفې کیدلی شي. خبره چې دا شوه نو منطقي دا ده چې پر یوې تېروتنې له نورو مطلق انکار او خپلې عقدې له همدغې یوې خطشې پالل، لویه تېروتنه ده. د اقبال په اړه هم باید وویل شي چې هیڅوک د هغه پر مطلق ښه والي او بشپړ معصومیت باندې نه دي باوري، تر دې چې بشپړ لوستونکي او مینوال یې هم دا ډول ادعا نشي کوی.
زه غواړم چې د لومړنۍ خبرې په اړه یو څه ووایم. دوه لارې دي چې موږ د د ستر و شخصیتونو له فکر او بارورنو سره آشنا کیدای شو. لومړی دا چې همزمان ورسره ژوند وکړو، دوهمه دا چې په اړه یې بشپړه او هراخیزه مطالعه وکړو. خبره چې د اقبال ده؛ نو پورته منتقیدن له لومړنۍ برخې برخمن نه دي او دوهمه یې ماته کمزورې، سلیقوي او یوبعدي ښکاري. موږ چې د سنایي غزنوي په خبره پر هر څه د پوهېدو ادعا لرو او فکر کو چې ګواکې کافي معلومات لرو خو ریښتا دا ده چې د هغې برخې کافران یو. د سرقت خبره ځکه شوې چې موږ د اغېز(تأثر) او ادبي غلا(سرقت ادبی) پر توپيير نه پوهیږو او په دې برخه کې زموږ پېژندنه کمزورې ده. پر نورو نقد او د نورو پر آثارو کره کتنه ځانګړي اصول او لاره لري چې باید په دې برخه کې له ارزښتونو یا معیارونو څخه ځان خبر کړو. که داسې ونکړو نو موږ به له خپل مذهبه (لارې یا لیدلوري) څخه نور نقدوو، څه یې چې زما د لیدلوري په قالب کې جوړ راتلل ښۀ دي او پاتې یې د سکې قدرې ارزښت نلري. ((نقد هغه دی چې له هر ډول سلیقوي او شخصی اړیکو لرې د ادبي آثارو او لیکوالو په اړه هر اړخیز تفسیر او تفصیل وشي)). که موږ په نقد کې دا اصل مراعت نکړو نو بیا به د بخت زاده دانش خبره هر څوک کافرو او پر هر څه به فتووا ورکوو:
شاعر رانه کافر شي او فتـــــوه رانه اوږده شي
ما د اغېز خبره وکړه لومړی باید اغیېز وپېژنو چې له، تقلید او ادبې غلا سره څومره توپیر لري؟ د اغېز دلایل څه دي او څومره ګټور دی؟ اقبال لاهوري له چا، څه ډول او ولې متأثره و؟
اغېز هغه آخځ دی چې موږ یې د خپل ایډیال یا بل هر لیکوال، شاعر، رسام، سندرغاړي او فنکار څخه اخلو. په دې مانا چې په اغېز کې عیناً فکري، مادي، لفظي او بل ډول پیښې نه وي تقلید شوې، بلکې یو تاثر وي، چې موږ په حرکت راولي. یا که داسې ووایم چې اغېز تر ډېره پورې د هغو مسایلو په اړه وي چې ټول منلي وي، له اغېزه سړی فطري ډول برخمن نه وي. البته زه د شعري یا ادبي اغېز په اړه خبرې کوم. دا ډول متأثره سړی د خپل علم او پوهې په رڼا کې د چا خبرې ښې بولې او د چا بدې، کومې چې ورته برابرې ښکارې پر ده اغېز ښندي. ډيری کسان د اغېز په رڼا کې ایډیالوژي برابروي او له دې لارې ځانته تګلاره ګوري، شونې ده چې پر ما د یو چا شعر اغېز وکړي یا د یو چا اخلاقو نه متاثره شم خو که عیناً پیښې یې هم ونکړم بیا هم اغېزمن یم، مګر مقلد نه یم. خلاصه دا چې اغېز ډېری وخت یوه اړتیا حسابیدای شي. ځیني تاثرأت داسې وي چې متأثر یې لکه چینه را وخوټیږي او بیا یې غلي کول نه وي. یا د مولانا خبره چې اغېز(اغېز) د روح لپاره لومړني معلومات او خبرتیا ده، دی وایي:
روح را تاثیر اگــــــاهی بود
هر که را این بیش اللهی بود
او د تقلید په اړه د ارسطو دا خبره چې وایي «تقلید بیا په غریزي ډول سره په انسان کې موجود دی او له کوچنیوالي په کې را څرګندیږي، له ټولو ځناورو سره د انسان یو توپیر دادی چې دی د تقلید استعداد لري او خپله لومړنۍ پوهه له همدې لارې تر لاسه کوي او همدارنګه ټول خلک له تقلیده خوند اخلي۱ » برابره ده. د ارسطو له خبرې ښکارې چې له تقلید سره د اغېز یو توپیر دادی چې اغېز فطري د انسان د غریزو برخه نه وي، بل دا چې انسان د اغېز په مرسته لومړنۍ پوهه نه ترلاسه کوي ....