پاني پت او زموږ ځوابونه

هندي سینما د (پاني پت) پهٔ نامه هنري فلمی جوړ کړی، فلم کې هندي سینمايي لوبغاړي سنجيدت د احمدشاه ابدالي رول لوبولی دی. دا چې فلم کې څومره تاریخي او حقوقي ستونزې دي یا د تاریخي شواهدو او ریښتونولیو پر بنسټ جوړ شوی، کنه؟ هغه موضوع ده چې محتوا یې راته پهٔ ډاګه کولی شي. د فلم د محتوا پهٔ اړه به هغه وخت منصفانه خبرې وکولی شو چې ددې فلم، فلمي ډاکومنټري، کراکټرایزیشن، ډیالوګ او ټولیزه محتوا ولېدل شي. خبره پهٔ دې ځای کې نه خلاصیږي؛ بلکې هوښیار منتقد باید د احمدشاه ابدالي پهٔ برخه کې معلوماتي او تاریخي مطالعه ولري؛ ترڅو ددې شناخت لهٔ مخې د فلمي صحنو او تاریخي حقیقتونو ترمنځ تطابق وشي کولی. کهٔ خبره د یوهٔ بعد شي؛ نو منطقي نه یو تللي.

موږ سره چې اوس د خپل تاریخ او فرهنګ ویره ده یا د خپلو اسلافو د انحرافي شناخت ډار راسره دی، نو د ورته هڅو پهٔ غبرګون کې غلي نه یو ناست. دا چې زموږ ځوابونه یا قیام څهٔ ډول دی بیله موضوع ده چې ماهیتي بحث غواړي او دا هغه څهٔ دي چې باید ډېری ځوابویونکي پرې فوکس وکړي.

پهٔ دې ډول هڅو باید شننې ضرور وشي؛ مګر دا شننې او توضیحات د حل مطلقه لاره نه ده. د (پاني پت) ددې فلم پهٔ اړه خورا غبرګونونه راپورته شول، خو دا ټول غبرګونونه نه د هندي سینما تر غوږونو ورسیږي او کهٔ ور وسيږي هم، غوږ پرې نه ګروي. درېیمه نګراني دا کهٔ دا ځوابونه وررسي هم، د څومره ارزښت وړ دي یا شونې ده چې ددې ځوابونو پهٔ رڼا کې فلمي تجدید وشي یا د صحنو تصحیح ته ژمن شي. موږ ځکه هم د ځوابونو او غبرګونونو حق لرو د قضیې یوه برخه له دې جغرافې معرفي شوې ده. خو لهٔ دې ټولو سره ـــ سره ملتونه او قومونه کهٔ هر ډول وي د خپل فرهنګ او تاریخ پر شاربلو او وړاندې کولو بوخت دي او دا بوختیا اوس یوه مهمه او ارزښتمنه مشغولیتیا ګرځیدلې ده.

زموږ ځینې هېوادوال چې د احمدشاه ابدالي د انحرافي شناخت له ډاره پر دې فلم نیوکې لري؛ فکر کوي چې ددې نیوکو پر مټ به د ورته هڅو پهٔ مخ کې خنډونه پیدا کړي. خو دا هغه لاره ده چې لارویان به یې تر ترکستانه ورسیږي. اوس چې وګړیو د انساني فطرت او هېوادنۍ مینې لهٔ مخې د خپلو تاریخونو او باورنو پر شناخت او معرفت پیل کړی، هیڅوک یې نشي را منع کولی چې د معرفت او غرور دا رسۍ پرېږدي. هندوان غواړي یا تاریخي شناخت بې لاری کړي یا هم زموږ تاریخي سندونه او ویاړونه تر سیوري لاندې کړي. د یوهٔ خپلواک ملت پهٔ توګه هم تاریخي صحنې وړاندې کوي او هم (ددوی پهٔ باور) تاریخي نادودې، تصویروي.

اوس چې موږ هم د یوهٔ خپلواک ټبر پهٔ توګه د خپل تاریخ ننګه غواړو او د خپلو ویاړونو ساتنه راته پهٔ کار ده او هم مو د فرهنګي او تاریخي هویت ژمنه کړې، پهٔ کار څهٔ دي:
موږ چې د افراطیت لهٔ کرغېړنې پدېدې تر دوو سپږمو راغلي یو او لهٔ عمله نیولې بیا تر نظره پورې ددې شومې پدېدې ښکار شوي یو، فکر کوو چې د فلمي نړۍ پهٔ برخه کې د هیڅ هڅې جواز نلرو یا نشو کولی دا ډول کرکټر خپل کړو. ځينې فکر کوي چې دیني شناخت او باور باید همداسې وي او ځينې چې لهٔ دې سطحې شناخته را وتلي، د پیغور او رواج پهٔ محدوده کې نښتي دي؛ ځکه خو باید تل دې ته کینو چې هم د خپل تاریخ تحریف ووینو او هم زموږ تاریخي ویاړونه تورن او افراطي معرفي شي، موږ نه ده ځواب خلک یو او نه ده شناخت خلک، کهٔ ځواب وایو بې ځایه وي او که شناخت غواړو د وخت غوښتنې پهٔ کې نفې کوو.

منطقي حللاره دا نه ده چې اوس یې پر انتقادي برخه بوخت شو. دا به پهٔ یوه برخه کې اغېزمنه وې؛ مګر لاسته راوړنه یې معقوله او مطلوبه نه ده. لږ تر لږه د یوې خپلواکې تاریخې کتلې پهٔ توګه د ورته تاریخي انحراف او شناخت د ځواب حق لرو کهٔ یې نه لرو؟! چې ددې ځواب حق راسره وي؛ نو زموږ ځواب باید څهٔ ډول وي!؟ دا ځواب به څنګ وړاندې کوو!؟ ځواب به مو هم افراطیت ته ژمن وي او کهٔ هنري رنګ به لري!؟ قصې به لیکو، نیوکې به کوو، د تحریم او تحلیل خبره به یې کوو او کهٔ د یوهٔ زبردست هنري فلم پهٔ غیږه کې به د خپل تاریخ او ویاړونو ننګه کوو!؟ کهٔ لومړي افشنونه راته معقول ښکاري، باید د تاریخي او معرفتي بي لاریتوب ننداره وکړو او کهٔ پر دوهمه برخه فکر کوو؛ باید اسلامي او ټولنیز معرفت د نوې نړۍ لهٔ غوښتنو او مجبوریتونو سره غاړه غړۍ کړو.

نوې نړۍ راته وايي چې کهٔ فلمي هڅې او فلمي تاریخي صحنې چلنجوې؛ نو ته به هم پهٔ اړونده برخه کې وړتیا لرې او دا شناخت به لازم درسره وي، کنه پهٔ وچو الفاظو او قاعدو لهٔ هنري او فلمي هڅې سره ډغره نشي کیدای. اوسنۍ عقل او منطق لهٔ مسلمان غواړي چې داسې کَرکټر او فلمي لوبغاړي روزي چې د فرهنګي او دیني هویت لهٔ ساتنې سره ــ سره د نوې نړۍ انحراف، لهٔ نوې زاویه نقد کړي. داسې پرګنې وروزې چې هم پر کراکټریزیشن پوه وي، هم فلمي اړتیاوې پېژني او هم تاریخي مطالعې او شناخت، تصویري کړای شي، موږ پهٔ دې برخه کې څومره کار کړی؟ او کهٔ کړی مو دی څرنګوالی یې څنګه دی؟ ددې دوو پوښتنو ځوابونه د ټولو غوټې راسپړلی شي.

نو د دین، وطن، تاریخ، فرهنګ او ویاړونو پهٔ مینه او ساتننې میئن انسانه، ته پر کومه لار روان یې؟ باید لار وپېژنې او پر دې پوه شي چې نوې نړۍ اوس هماغه پخوانۍ پوستکی اچولی. نوې جامه یې اغوستې او پر پخوااني فکر یې نشي رفو کولی.