
ستا دموندلو په نيت مې ددې نړۍهره برخه ولټوله خو،ته مې پيدا نه کړې .له ډيرې ستړيا وروسته مې دې ته پام شو ،چې ته ددې لويې نړۍ په وړه هستۍ کې نه ، بلکې زما د کوچني وجود په بې شانه لويه هستۍ کې ميشت يې .
نن مې هوډ کړی ،چې زه د ځان په لټه شم او د خپل وجود دا لويه هستي راوپلټم ، تر څو ، چې تا بيامومم .