ښکلا د نابینایانو له نظره

ابله ورځ په ښار کې روان وم، کله چې ده افغانانو ته راورسېدم، په عمر پوخ سړي ـ لکړه یې په ځمکه کښوله ـ لاس راباندې کېښود، غږ یې را باندې وکړ:

  • ما هم تر شاه شمشیره ولي درسره بوځه
پورته ـ کښته مې له نظره تېر کړ، وروسته مې لاس ورکړ، ورسره روان شوم، په لاره مې ورته وویل:
  • وبښه څو پوښتنې درنه کوم خدای د وکړي سم ځواب راکړې
ده کړل:
  • مهرباني! خدای وکړي زه ستاسو سوالونو ته سم ځواب ووېیلای شم
د نوم پوښتنه مې ورنه وکړه ځواب یې راکړ:
  • قاري حیات الله
نور مې مرکه ورسره داسې پیل کړه.
س/ خالص ادیب: قاري صیب که چېرې یو شاعر لکه تاسو په سترګو نابینا وي؛ خو په شاعرۍ کې د انسانان، طبعیت او نورو شیانو د ښکلا ستاینې کوي په داسې حال کې چې ده خو د انسان او نه د طبعیت ښکلا لیدلې ایا دا ډول ستاینې د دغه ډول شاعرانو لخوا دروغ نه دي؟
 
ځ/ قاري حیات الله: تشکر ستا پوښتنه مې واخیسته، ښو ټکو ته مو اشاره وکړه، د طبعیت په اړه خو درته څه نشم وېیلای؛ ځکه د طبعیت ښکلا نابینا نه وي لیدلې، که په شاعرۍ کې نابینا د طبعیت دې ښایست ستاینې کوي د بل له خولې به یې اورېدلې وي؛ مګر نابینایان د انسان ښکلا له غږ څخه پېژندي شي، زه خپله تجربه درته وایم، زه د یوه انسان د ښکلا او بدرنګۍ تشخص د دوی له غږ څخه کولای شم چې پلانی/ پلانۍ ښایسته او ګلالۍ ده، دا مې په هغه صورت کې درته وویل که چېرې یو انسان له موره نابینا پیدا وي ؛خو که چېرې نابینا په یوه پېښه کې خپلې سترګې له لاسه ورکړې وي بیا که د طبعیت او انسان ستاینه کوي ریښتیا ده؛ ځکه ده خو هر څه لیدلي او تجربه کړي دي څه یې چې لیدلي هماغه یې په ذهن کې پاتې شوي د هغې له رویه غږېږي.
 
س/ خالص ادیب: مننه قاري صیب بله پوښتنه داده، په نړۍ کې ډېر نژادونه دي، تور، سپین، ژیړ، سره  وغیره... تاسو خو د بېلابېلو نژدانو انسانان نه دی لیدلی ښکلا خو یې له غږ څخه پېژنۍ، په رنګونو کې کوم رنګونه درته مهم دي؟
 
ځ/قاري حیات الله: د ښکلا په  اړه خو مې درته وویل، موږ د انسانانو ښکلا له غږ څخه پېژندی شو، د رنګونو په اړه خو مې درته وویل چې موږ نه دي لیدلي؛ مګر دومره وېیلای شم، په بحثونو کې مې له بینایانو څخه اورېدلي چې ښکلا د هر انسان له لیده جدا ـ جدا ده، موږ ښکلا ته یو معیار نشو ټاکی؛ ځکه د سپین پوستو له نظره ښکلا یو ډول او د تور پوستو له نظره بل ډول ده، خپل وطن افغانستان درته یادوم، دلته خلکو زیاتره هغه کسان خوښېږي چې سپین رنګونه یې وي؛ خو ممکن ما چې څومره اورېدلي، وایي، په افریکا کې د خلکو تورپوستي خوښېږي شاید په بل هېواد کې د وګړو یې بل ډول انسانان خوښ شي.
 
س/ خالص ادیب: تاسو نظر راسره شریک کړئ دا خو مو د ښکلا په اړه د د بل چا له لیده نظر راسره شریک کړ؟
 
ځ/ قاري حیات الله: و بښه چې بلې خواته مې خبره وغځوله، زما نظر د ښکلا په اړه دادي هر هغه څه چې زما په خوښ برابر وي هغه زما لپاره ښکلي دي یعنې د نابینایانو په طبیعت چې برابر شي ممکن ډېره بدرنګه څېره وي؛ خو چې په زړه یې برابر شي هغه زموږ لپاره ښکلې ده؛ ځکه ښکلا په نړۍ کې د واړه انسانانو له لیده جدا ده.
 
س/ خالص ادیب: د روښنایيی یعنې رڼا او تیاره یادم په دغه اړه مو خپل نظر راسره شریک کړه، د شپې او ورځې رڼا او تیارې په اړه څه احساس کوئ؟
 
ځ/ قاري حیات الله: له موره چې پیدا شوي یو رڼا مو نه ده لیدلې، رڼا نه غږ ده چې واورېدل شي، نه لمس کېږي، په شپه او ورځ رڼا او تیاره باندې نه پوهېږم.
 
س/ خالص ادیب: دادي شاه شمشیره ولي ته رارسېږو څه قدمه لاره پاتې په اخر کې یوه شوخه  پوښتنه درته کوم اولادونه خو لرې ایا مینه دې کړې که نه؟
 
ځ/قاري حیات الله: په دغه اړه څه درته ووایم ههههههههههههه هو! اولادونه لرم، تشکر چې تر دغه ځایه دې راورسولم، بښنه راته کوه چې تکلیف مې درکړ؛ خو یو بل زحمت درکوم د چهلسوتون په موټرو کې مې کېنوه.
خالص ادیب: سمه ده په دواړه سترګو
 
په موټر کې کېناست، مخه ښه مې ورسره وکړه. زه مخ په کوټسنګي ترې روان شوم، له کابل پوهنتون سره کښته شوم، د وږمې مجلې په دویمه دورې پرانستغونډه کې مې برخه واخیسته.پای