غزل

پــــــردی اورونه دجــــــــــــانان غــــيـــــږکــــــی مــــه بله وئ
دګلــــــــــــوپه پاڼــــــــــو دپيابان اورونه مـــــــــــــــه بله وئ
هرڅـــــــه دی خپل کړو لولــــــپه دی دی دخيــــرپه غونډی
بـــــــس دخدای روی په عالــــــــــی شان اورونه مه بله وئ
لراوبر بيا ژلـــــــــــــــی وهلـــــــی ســــــری غوټــــــی دګلاب
په ســـــــرکـــــــــوشــــــــــــــونډود جانان اورونه مه بله وئ
دعقل سترګـــی دی که خلاصــــــــــی ګران دمرګ په پوله
په غوټـــــــــــــی ويـــــــنو دارغــــــــوان اورونه مه بله وئ
پرهـــــــر پرهـــــــرمـــــی تنکـــــی هيلـــــی بـــی منزله اشنا
دګل په څانګـــــــــــــو دهجــــــــــــــــــران اورونه مه بله وئ
دسروګلـــــــونو دســـــــــــرلـــــــوبه نا پايانه شـــــــــــکاری
بس کــــــــــی په کور دلـــــــــــوی افغان اورونه مه بله وئ
زارخــــــــو به درکــــــــــــړی په شربت کی زما ساده جانانه
لاس ســــــــره يـــــــــوپه خپـــــــــل ارمان اورونه مه بله وئ
دوست خودی نسته سردی خلاص ټول دی دمطلب ياران
دســـــــــــــــروګلــــــــونو په بوستــــــــان اورونه مه بله وئ
داتــــــورســـــــورشـــــــامار ته بياپاڼـــــــــو په کارليــــــونو
قلــــــــم کی خپــــــل په قــــــــــــــــدردان اورونه مه بله وئ
ډيــــــــوی کـــــــی بلــــــــی دوحدت په لراوبر پشــــــــــــتنو
لشکـــــــــر دســـــــولـــــــی کـــــــی روان اورونه مه بله وئ
الکــــــــوزی به ېــــي خـــــــدمت دســــــــــرپه بعـــــــــيه کوم
بيــــامــــــــــــــی دستـــــــــوروپه کاروان اورونه مه بله وئ

په درناوی منان الکوزی کوټه