غزل

‎لاس دې خلاص ورځه بېلتونه، زه نور ځم پر خپله لاره
‎ستا دښمن وصال مې یار دی، رسوي مې تر خپل یاره

‎سل اغزن سېمونه جار کړه، زر خندقه راته کاږه
‎د تاریخ فیصله داده، خيبر یو تر کندهاره

‎راسه خپله سره کښينو، د قاضي خبري پریږده
‎یا به ته را ملامت یې، یا به زه یم ګناهګاره

‎زور دې مه وهه هجرانه! نفس مه کاږه زوی مړیه
‎زما عزم پولادي دی، زما صبر دی بې شماره

‎ای د ټول جهان مالکه، ای رحمن، رحیم، غفاره
‎يو څو روڼ ستورې د سولي را عطا که د مداره