زمو ځينې ستونزې او مجبوریتونه (لومړۍ برخه)

موږ د يوي دینې او سنتي ټولني اوسيدونکې يو. کردار، ګفتار او رفتار مو بايد ددې دوو اصولو مطابق وي؛ نه په ټکر کې. متأسفانه! موږ اکثراً خپل شخصي فکر، غوښتني او نظریات د دې دوو ارزښتونو تفسير او پريکړې ګڼو، چې دا موږ په لوي لاس د خپل دين او خپل اصل کلتور سره جفا کوو.
زه دلته د مجبوريت لپاره صرف يو مثال راوړم او نور ټول به زموږ د ټولنيز ژوند او ټولنیز برخورد ستونزي وي!
 
* يو: که مو پر ورځنيو سیاسي پيښو، کړنو او تحولاتو او د سیاسي شخصیتونو پر بې غوريو د خپلې پوهي او تجربې پر اساس تحليل وکړ او يا مو نظر پر وکيښ نو د کورنۍ د مشرانو او بلخصوص د بابا د خوشکې ولاکه ځان خلاص کړو.
خو دا د هغوی مجبوريت دي، ځکه حالات داسې جوړ دي.
دوست او دښمن نامعلومه دی، د قلم پر ځای تر ډيره ټوپک حاکم دي.
د سالم انتقاد او خبرو اوریدلو زغم نسته او خاصتاً سیاسي زغم.
د والدینو د حق او خوشکې د جائز والي لپاره دا يوه خبره بسنه کوي چې وايې:
'' اولاد سړی تر ایمان تيروي''

* دوه: که مو د اولادونو سره د مينې اظهار وکړ، ښکل (مچ) مو کړ او ناز مو ورکړ، نو د ټولنې اکثريت وګړي به دستې راته د پښتانه د اصل پت او کلتور؟! کلیشه یي خبري په خورا قيل و قال شروع کړي.

خو له دوی نه به دا هېر وي چې زموږ پيغمبر او پيشوا ص له ماشومانو او خاصتاً له خپلو اولادنو سره بې انتها مینه کول، د هغوی لپاره به یې لمونځ را لنډوی، د ماشوم له مخ سره به یې خپل مخ مښلوی، په غيږ کې به یې ټينګ ونيول،خبري به یې ورسره کولي او يوه ورځ یې اقربه بن حابث ته د هغه د هغه خبرې په مقابل کې چې ويل یې ما خپل ماشومان تر اوسه نه دې مچ کړي وفرمايل:

''هغه څوک چې د نورو سره مينه نه لري، د ده سره به هم مینه نه کيږي''
له اولادونو سره والدينو مینه د هغوي په ذهنې وده کې خورا مرسته کوي.
له اولادونو سره ټول خلک مینه کوي خو هغوی چې اظهار یې نه کوي هغوی پخپله په مینه نه دې روزل سوي او په ماشومتوب کې یې مینه نه ده ورکول سوي.
والدین باید نور له خپلو ماشومانو سره قاطعه مینه وکړي، تر څو ټولنې ته یو غوره شخص وړاندې کړي!

چې ډيره اوږده نه سي د پښتانه وطن وګړي نور بايد حتماً د هغه چا سره د خپلي مینې اظهار وکړي چې د وجود برخه یې ده، دا د پښتونولۍ خلاف نه بلکې د اسلام د ستر پيشوا ص سپيڅلی سنت دی!
دا لړۍ به جریان لري...!