دهوږې ټیغ

څه د غبن څه دپردویو په زور واکمنو
د ګلخانې له پخلنځیه پر موږ مه باسئ ټیغ
د نړيوالو د بې سارو مرستو جانی دوښمنو
د دوبی دغمبادو له پزوپر موږ مه باسئ ټیغ
د خوړینو ښکاریانو په لومو کې مارغانو
د زرین قفسو له دننه پر موږ مه باسئ ټیغ
بدماشان مو سپاره کړه د ولس پر چچوغاړو
د کلینرانو له خولو د مارشالانو مه باسئ ټیغ
ټوله ناخوالې پټ دي ستا سو تر چپنو لاندی
د هیضه غدارنو له خولو پرموږ مه باسئ ټیغ
اداره مو په شخصي او تنظمي پښو ده درولې
دخوږ نسوسلاکاروله پزی پر موږ مه باسئ ټیغ
د درو ګونو قواوی نغری مو نسکور شوی
ددی مات نغري له دیګه پر موږ مه باسئ ټیغ
په ناروغانود ناروغانو درملنه کیږي کله
د نرې رنځانو له خولی د روغومه باسئ ټیغ
چې د بهرنی له منګلو ځان نکړئ خوشی
د سوځولو وعدو له دوده پر موږ مه باسئ ټیغ
دوطن کیک دپرې کولو لپاره مو تیره کړه چاړه
دنورو کلموشولوله خولې پر موږ مه باسئ ټیغ
پنجشیر مو کړ په سپینوسترګو لوی ولایت
د اتل د لقب له هینځې بویه پر موږ مه باسئ ټیغ
ټول تیم مو د چم د استخبراتو دی لاسپوڅي
یوازې دنس خوږي سیا پر موږمه باسئ ټیغ
د ویکیلیس راپورت مو هرومرو لیدلی
موخه پښتون دی دا لقاهدو مه باسئ ټیغ
کمسیون په کمیسون او کمسیون په کمیسون
ددې نا هضمو خوړو پر موږ نورمه باسئ ټیغ
غټ نسو یارانو مو جارو کړ کل پاکه پتنوس
بی مثلثو، ‌ذوذنقو او زاویو نور مه باسئ ټیغ
ښوی ښوی رنګه کبان مو پر ځان راټول کړی
د هغو د ډالر خورو له علمه مه باسئ ټیغ
ملې چارې لکه ژاولی ژو یاست چړک چړک
دنس خوږی د کپې پر موږ مه باسئ ټیغ
د پردو د لاس پوڅو مو جوړه کړې ګبینه
دمصلحت الشراکت د هریړو مه باسئ ټیغ
خپله خوری هوږه په بل یې اچوئ خوش بویي
د وږی له خولې د هوږی پر موږ مه باسئ ټیغ
دهوايې تاړاکونوهدف مو کړ یوازی پښتون
ددټنبه شووناتو قواو د خولي مه باسئ ټیغ
خپله یې څیرئ بیا وراچوئ خپله رنګه ګېنډې
د خپلو وروستو شو کولمو پر موږ مه باسئ ټیغ