خراسانیان

طنز
محمود نظری
 
 
 
دا بې عقله وژونکي نه  دي د تاریخ دښمنان
 دومره هغه چې بولي افغانستان خراسان
هغه چرګان چې کړي بې وخته اذانونه
 سر د دولت خورې که یې غوڅ  نسي زبان
***
نیمچکه ډاکټر به دي مړ کړي
نیمچکه ملا به دي کڅپړ کړي
د ټولو بربادیو سرچینه  ده ناپوهې
نا پوه مشر به ملک په غولو ککړ کړي
***
دارګ څوکۍ دزمري نه ده  دګیډر ده
داڅوکۍ دارباب نه ده اوس د نوکر ده
په چټل لوښې کې خواړه خوړل کیږي
دا  ماڼۍ د پاچا نه ده  د پاخه چاکر ده
***
پښتون سوی توپ اوسیاست ډنډه
دهر چا خوښه ده  په هغه منډه
هیڅ نه راویښږي د پښتون اې خدایه
لږ پاته ده چې  یې خلاصه سي ګنډه