کال بدل سو ایمان بدل کړه!

طنز
محمود نظری
 
 
 
 
 سیاستوال  چې موسم بدل سي ایمان بدل کړي
چې نظام بدل سي خپل د بوټ لمبران بدل کړي
ټول سیاستوال بدلیږي دا د هغوی فطرت دی
ان  ځینې په مورنۍ ژبه شرمیږي لسان بدل کړي
 
***
دمسلمانانو رښتیا مه منه
دکافرانو افترامه منه
دشیطان دي زره څه منې؟
د سیاستوالو انډا   و منه
انډا( هغه هګۍ  چې سراو چک یې دواړه مات وی )
***
درواغ نه ویل چا په رضا پخوا
اوس څوک نه وایي رښتیا په رضا
که سیاستوال بدل نه کړي دا دود
له ولسه به ورکه سي خبره   رښتیا
***
پخوا وه درواغ په څلور مذهبه ناروا
 نن څلورو سیاستوالو کړې ده دا روا
 اوس هیڅ څوک بې درواغه څه نه وایي
  ځکه وریجو غوښو ځای نیولی د ښوروا
***
هرواکمن د هغه له ادکۍ پیژنه
په واک کې یې په اینکۍ پیژنه
دباډیګاردانو په  کچه هم  مالومیږي
هرواکمن دهغه له ډاګ لکۍ پيژنه
***