قومندان جبار

   زموږدحوزې امنیتي مسول قومندان جباردپولیسوترمينځ په دې مشهور وو چې دریځ یې نه بدلیږي اوکله چې یوه خبره ومني بیایې که پلارهم ځولۍ ورته وغوړوي نو په چایي رحم نه راځي ډیرځله به که په قومندانۍ کې پولیسوکوم جدي ملګری راګیرکړاویابه یې کوم ملګري په دنده اویاټوکوټکالوکې ځانته ډیرقانوني شخصیت ورکړنوورته ویل به یې چې څه قومندان جبارخونه یې ،همداسې به دغه خبره دمجرمینوپه برخه کې هم کېدله ، اودقومندان جبارپه نامه به یې معلومات ورڅخه ترلاسه کول ،دقومندانۍ ډیرې داسې پیښې اوقضیې وې چې ده په خپل استدلال اوسخت دریځ فیصله کړې وې ځینوکسانوخوبه داهم ویل چې په قومندان جباردغه سختۍ تیرې شوې نوځکه خومجرمین ډیرزر پیژني اوپریکنده فیصلې کوې .
هغه مډالونه چې ده دښارپه امنیت ساتلوکې له عمومي قومندان اونورومشرانوترلاسه کړې وو ډیردهغه کسانودوژلواویانیولو په بدل کې ورکړل شوي وو چې په والي اونورومشرانویې دبریدهڅې کړې وې خوتربریدوړاندې دجبارشاهیني نظرراایسارکړې وو ، بې له دې چې خبرې وکړې نوڅیرې یې هم دومره رعب درلود چې نا اشناخلک ددهغه ددندې پته ولګوي اویایې دې مقام ورڅرګند شي ، غټ اوپیرړ،بریتونه ،پلنې اوږې ،اوږده غاښونه اووړوکې پزه یې دویرولولپاره بس وو.دوالي ساتونکې ډلګۍ هم دده کسان وو ، چې روزنه یې په تیروڅلورکلونوکې ده کړې وه ،اودسفرونوپه مهال به ورسره خپله هم جوخت روان وو کله چې دی ښارته راغی په دریمه که څلورمه ورځ یې ګڼ داسې ځوانان ونیول چې په ښارکې نجونې پا ذابولې ، اویابه په پارکونوکې له پردیونجونوسره ګرځیدل چې په همدې باندې دښارپه خلکوهم ګران وو اومیلمستیا وې یې ورته کولې په هغه کسانوکې ډیرکسان داسې هم وو چې ده صرف دخپل نامه دلوړوالي په خاطرنیولي وو اوکومه ګناه یې نه درلوده مثلایا به نامز دان اویابه یې داسې خپلوان وو چې ګرځیدل یې ورسره بده خبره نه وه خوبیاهم دښار نجونواوهلکانو د نوروخلاف بدر اته اودده ملګري یې شخ سترګې بلل ځکه ددوی سره دښاردامنیت نه وړاندې دخپلوزړونوغم وو.
                                                         жжжжж
   دخپلواکۍ دجشن لپاره په ښارکې تیاري نیول کیده دټولوحوزوامنیتي مشرانوخپل کارونه ډیرکړي وواوهڅه یې کوله چې دامنیت په ټینګولوکې خپلومشرانوته ځانونه وړاندې کړي ،قومندان جبارهم دهمدې خدمت لپاره شپه او ورځ نا ارامه وو ،حتی څوشپې یې هم په حوزه اودښارپه نوروبرخوکې په ګزمه تیرې کړې ، هغه خبرشوی وو چې دجشن په ورځ ورته دعمومي قومندان له خوادځیرک افسرستاینلیک اویوه رتبه ورکول کیږي ، هغه په زړه کې دومره خوشحاله وو چې دجشن په شپوورځوکې کورورنه هیروو ، که څه به یې به کارشول نوله خپل زلمي زوی سمندرنه به یې راغوښتل داسې ورځ هم راغله چې دقومندان جبارانتظارپای ته ورسیده ، دښارپه لوبغالي کې دخپلواکۍ دجشن ورځ راورسېده ټولوخلکونوې جامې اوغوستې وې په لاسونوکې یې ملي بیرغونه رپول په منظمولیکوکې مخ په وړاندې وو دخوشحالۍ څرګندونه یې کوله ډولونه اوسندرې غږیدې قومندان جبارهم له خوښۍ په جاموکې نه ځایده ویناوې اوترانې روانې وې کله چې خلاصې شوې نودډالیودویش لړۍ پیل شوه هرڅوک ورتلل اوخپلې تحفې اوډالۍ یې ترلاسه کولې ،په مینځ کې دقومندان جبارنوم هم راغی ستیج ته وروغوښتل شوچې داخلاقي فساد په ضددمبارزې مډال ترلاسه کړي په منډه ورغی په چکچکویې مډال ورپه غاړه کړپه ملاخم شواوخپل ځای ته راروان شو مډال یې له غاړې نه لرې کړلایې سم نه وو ورته کتلي چې تلفون ته یې دکورله نمبره زنګ راغی په بیړه یې اوکې کړزړه یې باغ باغ وو چې اوس به نوخپلې میرمنې ته مبارکی ورکړي خوخبرې یې نه وې کړې چې ښخې یې وار ورباندې مخکې کړ
سړیه اخیریې پزه راپرې کړه
یوقدم کونج ته ور وړاندې شواوپه جدیت یې وپوښتل
څنګه پوه نه شوم .
سمندریادوم ته خود فیل په غوږکې اوده یې .همداڅوشیبې مخکې یې داکبرکاکالمسۍ څانګه بیا کومه خواته تښتولې هغوی په کورکې شور اوزوږجوړکړی.
دقومندان جبارخوله وازه پاتې شوه مډال یې له ګوتوپه ځمکه پریوت اوتندي ته یې ټس ورکړ دکفربچیه نه مې درته ویل چې هرڅه په پرده کې کوه
نورنوګمان نه کوم چې په حوزه کې دنجونواوهلکانوله قضیو په وخت خبرشم بیا یې له ځان سره دوه درې ځله دسمندرکلمه تکرارکړه اوپه ځمکه پروت مډال یې په لړزيدلو ګوتورا اوچت کړ.
۱۳۸۹-۶-۲۶جلال کوټ