افغان ملي لوبډله متحده عربي اماراتو ته ورسیدله

 
د افغانستان کرکټ بورډ پتلې ده چې د کينيا د سفر لپاره به د عربي متحده اماراتو د شارجې د ښار په لوبغالي کې چې د افغانستان کورنی لوبغالی دی چمتووالی نيسي. د دې تمرینونو لپاره ملي لوبډله متحده اماراتو ته نن ورسیدله او سبا ته په خپل تمریني کې پېل کوي چې سپتمبر تر ۲۶ نېټې پورې به دواو وکړي. د ملي لوبدلې دغه تمرینيکمپ به په ۱۸ نېټه پېل کیږي او د سپتم
په دې لړ کې به افغان لوبډله د اماراتو د ملي لوبډلې سره دوه يو ورځنۍ لوبې هم ترسره کوي چې په ۲۳ او ۲۴ نیټه به ترسره کېږي. دواړه لوبې به د شارجه په لوبغالي کې ترسره کېږي. ۲۳ او ۲۴ نېټې د پنجشنبې او جمعه ورځې دي او دا چې دا لوبې به د ماسپښين په ۴ بجو پيل کېږي او د شپې تر ناوخته به دوام کوي نو تمه ده چې په اماراتو کې مېشت ډېر افغانان به یې په لوبغالي کې سيل وکړي.
د اماراتو او افغانستان کرکټ بورډونو پرېکړه کړې ده چې د دې لوبو ټکټ به په ۱۰ درهم خرڅوي چې پاوکم درې ډالر کېږي. دا پيسې به د شارجې لوبغالی د افغانستان کرکټ بورډ ته ورکوي چې خپل فعاليتونه پرې غښتلي کړي.
د افغانستان او اماراتو کرکټ بورډ دا پرېکړه هم کړې ده چې د سږه کال په پای کې به په شارجه لوبغالي کې د افغانستان او اماراتو شريکه سيالي هم ترسره کړي چې له هرې غاړې به پکې درې لوبډلې برخه اخلي. له افغانستان څخه به د دې هېواد د الف، ۱۹ کاله ټيټ او يوه بله لوبډله برخه اخلي چې د دې لوبډلې لوبغاړي نړيواله تجربه لاس ته راوړي او د ملي لوبډلې ښه ملاتړ واوسېږي. د کرکټ بورډ دا ټولې هڅې د پرمختيايي پلان يوه برخه ده. د دې سيالۍ لپاره به افغانستان درې لوبډلې له راتلونکې ولایتي شل اوريزه سيالۍ څخه غوره کوي. راتلونکې شل اوریزې سیالۍ په کابل کې د سپتمبر په ۲۵نېټه پيل کېږي او د شمشاد تلويزيون به یې په ژوندۍ بڼه خپروي
د کينيا د لوبو لپاره د چمتووالي په ترڅ کې به روزونکی راشد لطيف د افغان لوبډلې سره په شارجه او بيا په کينيا کې مل وي. لوبډله به کيڼيا ته د ستپمبر په ۲۸مه نېټه روانېږي. د کينيا سفر به د اکتوبر تر ۱۲مې نېټې پورې وي چې افغانستان به یې په ترڅ کې ۳ يو ورځنۍ نړيوالې لوبې کوي او يوه به د انټرکانټننټل لوبو په ترڅ کې څلور ورځنې لوبه کوي.
افغان ملي لوبډله د اکتوبر په میاشت کې ډیر مهم سفر په مخ کې لري، د اکتوبر په دویمه نېټه د کینیا د هیواد د ملي لوبډلې سره څلور ورځینۍ لوبه لري، په دې لوبه کې به افغان لوبغاړي د انټرکانټینټل په سیالۍ کې د پای لوبې لپاره خپل برخلیک ټاکي.
د انټرکانټینټل یا د لویو وچو د سیالۍ پای لوبې ته درې هیوادونو نوماند دي چې افغانستان په لومړي مقام کې ۷۷ پوانټونه، سکاټلینډ په دویم مقام کې ۶۹ پوانټونه او د زمبوابی هیواد په دریم مقام کې ۶۳ پوانټونه لري.
که افغانستان د کینیا څخه دا لوبه وګټي او یا یې مساوي کړي نو د لویو وچو د سیالۍ جام پای لوبې ته لاره پیدا کوي، د لویو وچو د سیالۍ پای لوبه به د متحده اماراتو د دوبۍ د ولایت په نړیوال لوبغالي کې د ډیسمبر د میاشتې په پېل کې تر سره کیږي.
د پايلوبې ګټونکي ته یو لک ډالر انعام هم ورکول کېږي. پايلوبه به پنځه ورځنۍ لوبه وي.
افغانستان د کینیا سره د کینیا په پلازمېنه نیروبې کې څلور لوبې لرې چې مهال ویش یې په لاندې ډول دی:
 
Date
 
Notes
1st ODI: Afghanistan vs Kenya at Nairobi Gym
 
Oct 11, 2010 11:00 AM Kabul
 
2nd ODI: Afghanistan vs Kenya at Nairobi Gym
 
Oct 09, 2010 11:00 AM Kabul
 
1st ODI: Afghanistan vs Kenya at Nairobi Gym
 
Oct 07, 2010 11:00 AM Kabul
 
ICC Intercontinental: Afghanistan v Kenya (02 Oct, 2010 - 05 Oct, 2010)
 
Oct 02, 2010 11:00 AM Kabu
 
 
نورو معلوماتو لپاره په دې شمېره له موږ سره اړیکې ټینګې کړئ: ۰۰۹۳۷۸۹۰۶۷۷۲۹
 
د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو څانګه
acb.media@afghancricket.af
afg.cricket.media@gmail.com
www.afghancricket.af
په فیس بوک کې د افغانستان د کرکټ بورډ د مینوالو پاڼه:
http://www.facebook.com/#!/pages/Afghanistan-Cricket-Board-ACB/155284871164016?ref=ts
 
 
Ilham Yasini
Afghanistan Cricket Board
Media Department
0789067729
۰۰۹۷۱۵۰۹۲۷۹۸۷۰